اسلام آباد 23 فروري (اے پي پي)د پاكستان تحريك انصاف لارښود سينيټر فيصل جاويد وئيلي دي وزيراعظم عمران خان په هره كچه سپيځلتيا غواړي، وزيراعظم عمران خان سياست څخه كرپشن ختمولو له راغلے ،وزيراعظم عمران خان سياست كښې كارخاني لګول او ايون فيلډ محل جوړولو له نه دې راغلے،وزيراعظم عمران خ??ن له لوي څښتن هر څيز وركړے، د سېنېټ ټاكنې كه د اوپن بيلټ د لارې وي يا د پټې شميرې خو پاكستان تحريك انصاف به خپلې چوكۍ ګټي ۔دا خبري ده د نهې په ور?? د ??پريم كورټ په خوا كښې ميډيا سره په خپلو خبرو كښې وكړي۔ ده ووئيل اپوزيشن د غلا لارې نه بندوي بلكه د غلا لارې پرانستلي ساتل غواړي،د اولسي ??ټې قانون سازۍ په ځاے اپوزيشن ګوندونه خپلې ذاتې ??ټې ته پام لرنه كوي ۔ ده ووئېل كشمير كاز لپاره چې هېواد كښې د يووالي حاجت ؤ هغه وخت اپوزيشن د جميعت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمان راوړاندې كړو او وفاقي پايه تخت كښې ئې د حكومت بليك ميل كولو هڅې وكړې