اسلام آباد۔21فروری (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير شبلي فراز وئيلي دي د اېن اے 75 كښې چې د څومره پولنګ سټېشنز نتيجې راغلې دي د هغې له مخې د تحريك انصاف كانديد زيات اكثريت سره كاميابي ترلاسه ??ول??۔ الېكشن كمېشن دې د ترلاسه شويو نتيجو په بنياد د تحريك انصاف د كاميابۍ اعلان وكړي۔ د ټاكنو نتيجو ايسارولو هېڅ قانون نشته۔ د 20 پ??لنګ سټېشنز په نتيجو كښې مسئله رامخې ته شوې۔ د دې معاملې سپېځلې پلټنې كول د الېكشن آف پاكستان كار دے۔ الېكشن كمېشن چې كومه پرېكړه وكړ?? هغه به مونږ ??ه قبوله وي د اتوار په ورځ نجي ټي وي سره خبرو كښی هغه ووئيل تحریک انصاف ته خېبرپختونخوا كښې يو او پنجاب كښې دوه ځايې ماتې شوې ده۔ مونږ په پراخا زړه نتيجه قبوله كړې ده۔ د نون ليګ مسئله دا ده چې چرته ماتې وخوري هلته شور جوړ كړي۔ هغه ووئيل ليګي لارښود احسن اقبال دې دا ووائي چې هغه او رانا ثناﺀ الله اېن اے 75 ته څه لپاره تلے وو۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل دا معلومات نه لرم چې دې 20 پ??لنګ اسټېشنز كښې تحريك انصاف ته څومره ووټونه اچولې شوي دي۔