ملتان 06 فروري (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئ??لي دي چې د كرپشن او د ووټونو د اخستلو خرڅولو ب??زار بندلولو لپاره د سېنېټ ټاكنې د اوپن بېلټ د لا??ې كول غواړو٬مونږ غواړو چې داسې سپيځلې نظام راوړلې شي چې پكښې د كرپشن او د اخستلو او خرڅولو ب??زار بند شي۔د پي پي پي او (ن)ليګ په قول او فعل كښې تضاد دې٬دواړو ګوندونو د چارټر آف ډيموكريسي په 23م شق كښې ليكلې وو چې د سېنېټ ټاكنې به د اوپن بېلټ د لا??ې كولې شي٬اوس دواړه ګوندونه د خپل قول نه په شاه شوي۔ده دا خبرې بېلا بېلو دستورو د وېنا كولو په مهال وكړې۔خارجه وزير ووئيل چې مونږ په ستره محكمه كښې خواست كړی چې آئيني تشريح وشي۔ده ووئيل چې مونږ قانون سازۍ لپاره په دريو كښې دوه اكثريت نه لرو خو د سپيځلې نظام د بنياد پوره هڅه به كوو۔ده ووئيل چې د پ??كستان تاريخ ګواه دې چې د سېنېټ په تېرو ټاكنو كښې پاكستان تحريك انصاف په شكايت ترلاسه كېدو خپل د صوبائي اسمبلۍ 20 غړي د ګوند نه بې دخل كړي وو۔وزيراعظم عمران خان واضحه اعلان كړی چې پھ كرپشن به سودا نه كېږي او نن مونږ هم په دې دعویٰ ولاړ يو۔ده ووئيل چې پي ډي اېم يو خوا حكومت ته ج??لي حكومت وائي او بل خوا د سېنېټ په ټاكنو كښې برخه اخستلو سره هم دې ج??لي اسمبلۍ ته تلل غواړي