اسلام آباد 22 جنوري (اے پي پي) د سائنس اينډ ټيکنالوجي وفاقي وزير فواد چوهدري هيله څرګنده ك??ي چې حکومت به معيشت ته ودې وركولو ، د الودګۍ كچه كمولو او ټرانسپورټ څانګه كښې روزګار پيدا کولو له هېواد كښې د برقي ګاړو (اليکټرك و??يک??) لپاره پاليسۍ ته زر حتمي شکل وركړي۔د جمعې په ورځ نجي ټي وي چينل سره په خپلو خبرو ك??ې ده ووئيل برقي ګاړو اجراء كښې تاخير شوے خو هيله لرو چې ډير زر به د دې د اجراء حتمي پريكړه وكړې شي۔ده ووئيل د برقي ګاړو منصوبې تجاويز به منظورۍ لپاره زر صدر عار?? علوي ته وړاندې كړے شي۔ده ووئيل د څلورو ټائرونو لپاره اليکټرک و??يک?? پاليسۍ كښې د ګاړو درآمد ،برآمد ، ټيکس ، رجسټريشن ، او کسټم ډيوټي په اړه ګڼ نوې قوانين جوړ شوي۔ فواد چوهدري ووئيل اولس به دې نوي پاليسۍ ترمخه د ټرانسپورټ آسانيو څخه ګت?? پورته كړي ځكه چې د پاکستان تحريك انصاف (پي ټي آئي ) په مشرۍ كښې حکومت هېواد كښې اليکټرك و??يک?? ته وده وركوي