اسلام آباد 20 جنوري (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود ??ريشي وئيلي دي پا??ستان نوې امريكائي انتظاميې سره د شريك عزت او احترام په بنياد د اوږدې مودې، په پراخا بنيادونو او د ګڼ اړخيزه اړيكو ودې او شركت لپاره چمتو دے. د شورو په ورځ د كراچي كونسل فار فارن ريلېشنز تر سيوري لاندې د پا??ستان او امريكې د اړيكو په موضوع وېبنار ته په خپله وېنا كښې خارجه وزير شاه محمود ??ريشي د امريكې 46م صدر سره د پا??ستان په ترجيحات خبرو كښې ووئيل نوې منتخب شوے امريكائي صدر پا??ستان لپاره نااشنا نه دے، جوبائيډن د پا??ستان پخوانې دوست دے. پا??ستان نوې امريكائي انتظاميې سره د شريك عزت او احترام په بنياد د اوږدې مودې، په پراخا بنيادونو او د ګڼ اړخيزه اړيكو ودې او شركت لپاره چمتو دے. ده ووئيل د وزيراعظم عمران خان او د امريكائي صدر جوبائيډن ترمېنځه وړاندې د پېغامونو تبادله شوې. جوبائيډن د شريكې خوښې په څانګو كښې پا??ستان سره په ګډه د ??ار كولو خواهش څرګند كړے. ده ووئيل زمونږ تاريخي اړيكې بحال كېدې شي. ده ووئيل بايد امريكا په افغانستان كښې امن لپاره د يو شراكتدار په حېث په پا??ستان باور وكړي چرته چې نور اېكټر د سپائلرز كردار ترسره كوي. خارجه وزير ووئيل پا??ستان او امريكې ته په افغانستان كښې جنګي معيشت د امن معيشت پلو بوتللو لپاره په ګډه ??ار كولو ته ضرورت دے. ده ووئيل د 83000 بې ګناه كسانو د قربانې او معيشت ته د 126 اربه ډالرو د زيان رسېدو په نتيجه كښې پا??ستان ترهګرې ته ماتې وركړې. ده ووئيل پا??ستان به په خپله خاوره د ترهګرو په ضد كارروائې روانه ساتي. ده ووئيل نيويارك ټائمز د ترهګرې نه واخله تر سېلګرې زمونږ د سفر مثال وركړے. خارجه وزير ووئيل د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې اقتصادي پرمختګ او انساني پرمختګ زمونږ وړومبني ترجيحات دي. پا??ستان به كله هم د سيمه ايزو شخړو برخه نه جوړېږي، مونږ به يوازې د امن شراكتدار يوو. د كرتارپور ل??ر او د هندي پائيلوټ لېږل د پا??ستان د دغې عزم څرګندونه كوي.