اسلام آباد 19 جنوري (اے پي پي) د كورن??و چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي په ښار امن برقرار ساتلو لپاره به په هر څيز نظر ساتلے شي، د كېمرو د لارې به د اسلام آباد د داخلي لارو سخته څارنه كولې شي، د سوله ايز احتجاج اجازت دے. د كورن??و چارو وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې وفاقي وزير دا خبرې د نهې په ورځ د ټاكنو كميشن په وړاندې د پي ډي اېم احتجاج په موقع وكړې. په دې صورتحال كښې د كورن??و چارو وزارت كښې كنټرول روم جوړ كړے شو. د كورن??و چارو وزير شېخ رشيد احمد په خپله د صورتحال مانېټر كولو پرېكړه كړې. شېخ رشيد د كورن??و چارو سېكرټري يوسف نسيم كهوكهر سره يو ځاے د كنټرول روم دوره وكړه او دوي په كنټرول روم كښې د اسانيو جاج واخست. د كنټرول روم څخه به اسلام آباد مانېټر كو??ے شي. په دې موقع وفاقي وزير شېخ رشيد احمد ووئيل په ښار كښې امن او امان په ځاے ساتلو لپاره به په هر څيز نظر ساتلے شي، د كېمرو د لارې به د اسلام آباد د داخلي لارو سخته څارنه كولې شي، د سوله ايز احتجاج اجازت دے. ده ووئيل په شاهراه دستور په وړومبي ځل اجازه وركړې شوې، هيله ده چې پي ډي اېم به د ټاكنو كميشن په وړاندې احتج??ج سوله ايز اوساتي