اسلام آباد 11 جنوری (اے پی پی) د بهرنيو چارو وزير مخدوم شاه محمود قریشی وئيلي دي پاکس??ان په هر سفارتی ډګر د هند مقابله کوي، مونږ ??ه د هند عزائم نړۍ ته ورمخې ته كوو،هند په پاکس??ان كښې د ترهه ګرو مرسته كوي۔د ګل په ورځ په نړيوالو ، مهمو سيمه ايزو چارو او د هېواد په سیاسی صورتحال مهم بيان كښې خارجه وزير ووئيل نړۍ وينې چې هند د سيمې امن ته زيان رسولو لپاره هلې ځلې كوي۔ هند په پاکس??ان كښې د ترهه ګرو مرسته كوي او افغان امن عمل كښې د يو سپائیلر کردار ترسره كوي۔ده ووئيل هند نه غواړي چې افغانس??ان كښې امن او استحکام وي۔ پاکس??ان په هر سفارتې ډګر د هند مقابله کوي۔ده ووئېل هند شور كولو چې د سلامتی کونسل غیر مستقل غړي په حېث ئې لويه كاميابي ترلاسه كړې ٬ هغوي ته ??ه د درېو كمېټيو د مشري كولو موقع په لاس ورشي۔ده ووئيل پاکس??ان هم د سلامتی کونسل غیر مستقل غړے ؤ ا?? په دې اړه پاکس??ان ته هم مهمې ذمه وارۍ ترلاسه شوي۔سلامتی کونسل كښې نزدې 30 کمېټۍ او ذیلی کمېتۍ وي او د غیر مستقل غړي په حېث هند ته د ذمه وارو ترلاسه كيدل ښه خبره نه ده خو دا به كتل وي چې د هند خواهش څه ؤ ؟۔ ده ووئيل هند دا خواهش لرلو چې ورته د نیوکلیائی وسلو مخنيوي کمېټۍ مشري ترلاسه شي كومه چې ورته ترلاسه نه شوه،هند غوښتل چې د افغانس??ان په اړه كمېټۍ كښې شامل شي ځكه چې هغوي د افغانس??ان د ټولو چارو څخه جلا ساتلې شوي او دغه خواهش ئې هم پوره نشو۔شاه محمود قریشی ووئيل مونږ د هند د اړخه د ترهه ګرو د ملاتړ ښكاره ثبوت د پی 5 پشمول ټولو ته وړاندې كړے۔ نړۍ اوري د هر چا خو حقائق پيژني ا?? په هر څه پوهيږي۔مونږ ??ه د هند عزائم په ډاګه كوو مونږ د ملګرو ملتونو او د سلامتی کونسل په كچه خپلو ملګرو سره په رابطه كښې يو او مونږ ??ه د خپلې ګتې تحفظ او دفاع کوو او د دې پوره صلاحیت لرو۔ خارجه وزير ووئيل امریکا كښې نوې صدر بائیډن ??ه د 20 جنوری څخه باقاعده خپلې ذمه وارۍ پېل كړي ٬ هغه د سینیټر په حېث د فارن ریلیشنز کمېټۍ مشر ؤ هغه د سيمې څخه خبر دے ٬ هغه پاكس??ان ته هم راغلے او د پاكس??ان زياتره شخصیات په اړه هم معلومات لري ٬ مونږ د هغه د سوچ قدر كوو كله چې امریکا كښې نوې ایډمنسټرېشن منصب سنبھال كړي مونږ به هغوي سره انګیج شوو،په دې حقله به ډير زر نوې سیکرټری آف اسټیټ انتھونی بلنکن ته خط وليكم۔ ده ووئېل پی ډی اېم د مختلفو خیال لرونكو منفی اتحاد دے چې مقصد ئې موجوده حکومت ته زيان رسول دي ا?? په ادارو فشار اچولو سره د خپل کرپشن کیسونه ختمول دي خو هغوي به ډير زر منتشر شي