اسلام آباد 17 دسمبر (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي سره په پاكستان ك??ې د متحده عرب امارات سفير حماد عبېد ابراهيم د زيارت په ورځ په دبئي كښې ملاقات كړے. د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو او بېلا بېلو څانګو ك??ې د دوه اړخيزه مرستې په زياتولو خبرې شوي. د امارات سفير متحده عرب امارات ته ??ه راتګ د خارجه وز??ر هركلے وكړو. خارجه وزير ووئيل متحده عرب امارات تل پاكستانو وروڼو سره د خاص مينې څرګندونه كړې. په پاكستان ك??ې د روغتونو په جوړولو او نورو پرمختيائي چارو كښې په مرسته ??ولو د متحده عرب امارات مننه كوو. ده ووئيل دواړه هېوادونه پخوانۍ د ورورولې اړ??كې لري كومې چې زمونږ تاريخي، كلتوري، ادبي، معاشي او اقتصادي اړيكو لا قوي كړي. شاه محمود قريشي ووئيل زه باور لرم چې په سباٶن كښې به د پاكستان او امارات اړ??كې لا قوي شي. په پاكستان ك??ې د امارات سفير حماد عبېد ابراهيم د خارجه وزير مننه كولو سره د دواړو هېوادونو اړ??كې قوي كولو لپاره د بشپړه هڅو كولو باور وركړو. په دې موقع په دوبئي ك??ې د پاكستان قونصل جنرل احمد امجد علي هم موجود ؤ