اسل??م آباد21 اكتوبر (اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قریشی سره د سویډن لپاره نومولي شوي د پاكستان سفیر ظهور احمد د شورو په ورځ خارجه وزارت كښې ليدلې دي۔ ??ارجه وزیر د سفیر په حيث په نامزدګۍ ظهور احمد له مباركي وركړه۔ خارجه وزير په خارجه وزارت كښې د تعیناتی ??ه مهال د ظهور احمد خذمات ستائلو سره ووئيل په دې خوشحاله يو چې مونږ د سویډن لپاره د ښه سفارت كار انتخاب كړے ۔ ده ووئيل په يو داسې وخت كښې هغه د سفير په حېث خپلې ذمه وارۍ سنبھالوي كله چې پاكستان ګڼو چیلنجونو سره مخ دے۔ سویډن كښې د پاكستان كمیونټی زياته شميره موجود ??ه كومه چې په بيلو څانګو كښې خپل خذمات ترسره كوي۔ ??اه محمود قریشی ووئيل هيله لرم چې د سفیر په حېث د ظهور احمد تعیناتۍ سره به د پاكستان او سویډن ترمينځه تعلیم، ټیكنالوجی، تجارت پشمول ګڼو څانګو كښې دوه اړخيزه اړيكو ته وده ترلاسه شي۔ ??غسې سفیر ظهور احمد د خارجه وزير د اړخه د ډاډ وړ كلماتو او په خصوصی هدایات د هغه مننه وكړه