اسلام آباد۔7 اکتوبر (اے پی پی) د جاپان حكومت خيبر پختونخوا كښې ?? ښوونځىو بنيادي اډانې لپاره يو اېن هيبى ټاټ له د 471 ملين جاپاني ين په وركولو رضامندي ښكار?? كړې ۔ په دې لړ كښې پاكستان كښی د جاپان سفير مټسوډا كونينوري او اېشيا بحر الكاهل لپاره د يو اېن هېبي ټاټ نمائنده كوري ساوا اېتسيوشي لوظنامه لاس ليك كړې ۔ د جاپان حكومت لخوا به كے پي كے كښې ?? قدرتي آفتونو د لاسه ?? ځپلے شوو ښوونځو بنيادي اډانې بهترۍ او پرمختګ له 471 ملین ین وركوي چې ورسره به زده كوؤنكو او استاذانو لپاره د زد?? كړې محفوظ او مستحكم چاپېرچل باوري شي۔ د جاپان لخوا وركړې كېدونكې دا فنډ به د يو اېن هېبي ټاټ په نګرانۍ كښې مصرف كولے شي۔ د دې په مرسته به د 150 ځپلے شوو ښوونځيو بيا رغونې سره سره په ځپلو سيمو كښې 12 نوو ښوونځي هم جوړولې شي۔ په د مهال خپلو خبرو كښې ?? جاپان سفير مټسوډا كونينوري ووئيل دې منصوبې سره به نه يوازې د قدرتي آفتونو د لاسه ?? ځپلو شوو ښوونځيو بحالۍ له مرسته ترلاسه شي بلكې د خيبر پختونخوا سيمو كښې ?? زد?? كړو هلې ځلې به وده هم وكړي او د آفات مقابلې كولو له به د سيمو صلاحيت هم زيات شي۔ هغه ووئيل د آفاتو مخنيوي له د وخت نه وړاندې تياري ډېر مهم دے۔ هغه د دې لوظ پخلے وكړو چې پاكستان كښې ?? قدرتي آفتونو مخنيوي ادارو د كار استعداد زياتولو او د زد?? كړو آسانيو ته وده وركولو له د جاپان لخوا مرسته روانه ساتلې شي