اسلام آباد۔3اکتوبر (اے پی پی) د اقتصادي چارو وفاقي وزير خسرو بختيار سره پاكستان كښې د ورلډ بېنك كنټري ډائرېكټر ناجي بن هاسين د اقتصادي چارو وزارت كښې مل??قات وكړو۔ دواړو لوریو ??ه پاکستان کښې د ډبليو بي پورټ فولیو ??یاوړتیا له په ترجيحاتو خبرې وكړې۔ وفاقي وزير د نړیوال بانک څخه د 200 ملیونه ډالره پېكج په چمتو كولو مننه وکړه دغسې چې د پاکستان د کورونا مخيوي او په وخت كارروائي كولو كښې مرسته وك??ې شي۔ ده د نړيوال بانك لخوا د هېواد د كرني او خوراكي توكو كمښت او د مل??انو بريدونو منفي اغېز كمولو لپاره د نورو 200 مليونو ډالرو چمتو كولو كښې د كنټري ډائرېكټر د مرستې ستائنه وكړه۔ وفاقي وزير وزیر د نړیوال بانک او آسیایی پرامختیایی بانک لخوا د وړاندیز شوي اقتصادي اصلاحاتو منظورۍ په اړه هم ګډون كو??نكي خبر كړل چې دا وړاندیزونه به پرمختیايي پروژو كښې اصلاحاتو او آسانۍ سره عملدرآمد له ګټور ثابت شي۔ كنټري ډائرېكټر د ډبليو بي پورټ فوليو د جاج غونډې په كولو د وفاقي وزير مننه وكړه۔ ده د ډبليو بي مالي مرستې سره په روانو منصوبو تندۍ سره عملدرآمد كولو له د حكومتي عزم ستائنه وكړه۔ ده باور وركړو چې نړيوال بانك به د پاكستان د پورټ فوليو پياوړتيا لپاره د قدرمند وزير په وړاندېزونو غور وكړي۔