كراچي 11 ستمبر (اے پی پی) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي وئېلي دي چې د وفاقي او صوبائي حكومت په مرسته به درې كاله كښې د كراچۍ مسئلې حل كړی شي٬ په كراچۍ پیكج بايد چاته شك نه وي٬ د 1100 ارب روپو په پیكج عملدرآمد سره به صورتحال پياوړے شي٬ د لويے څښتن رحمت او د يو قوم په حېث د هڅو د لارې په كورونا قابو موندلو كښې كامياب شوي يؤ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د ستر قائد محمد علي جناح په مزار حاضرۍ نه وروستو د سندھ اعلٰی وزير سيد مراد علي او ??ور??ر عمران اسماعيل سره په ګډه مېډيا سره خبرو كښې وكړه۔ده ووئيل حكومت د احساس پروګرام د لارې د بې وزله و??ړو مرسته وكړه٬د هېواد شتمندو حضراتو هم په دې سخت صورتحال كښې د خپلې برخې كردار ترسره كړو۔ ډاكټرانو او پيراميډېكس سټاف د همت څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل د كورونا وباﺀ په مهال وګړو د نظم او نسق خيال وساتلو٬علمائے كرامو او مېډيا اولسي شعور بېدارولو كښې مهم كردار ترسره كړو٬اولس په احتياطي تدابيرونو عمل وكړو چې ورسره مو د كورونا وباﺀ په ضد ځانګړی كاميابۍ تر??اسه كړې۔ صدر مملكت ووئيل په بېلو هېوادونو كښې دا رائے موندلې شي چې پاكستاني قام څخه ډېر څه زده كېدې شي۔پاكستاني اولس د نړۍ پھ كامياب قومونو كښې شاملېدو له چمتو دې۔ټول به يو موټې كېدو سره د ستر قائد ددې هېواد جوړولو خوب رېښتيا كولو له هڅې كوو۔ د دې نه و??اندې صدر مملكت په مزار قائد د ګلونو څادر خپور كړو او فاتحه خ??اني يې وكړه۔ ده د مېلمنو په كتاب كښې خپل تاثرات هم قلمبند كړل