اسلام آباد 28 جولائي (اے پي پي) د اقتصادي چارو وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار وئيلي دي پاکستان د کرونا وائرس وبا په ثابت قدمۍ او كاميابۍ سره مخ نيوے كړے، هېواد كښې د صحت موجوده نظام قوي ك??لو لپاره ټول ممكنه اقدامات كوٶ۔ وفاقي وزير دا خبرې د كرونا وائرس وباء په ضد د مشتركه اقداماتو په لړ كښې د چين، افغانستان، پاکستان او نيپال د خا??جه وزيرانو وېډيو كنفرنس كښې د خا??جه وزير شاہ محمود قرېشي نمائندګي ك??لو په مهال كړې۔ د مذاکراتو كوربتوب د چين د سټېټ قونصلر او خا??جه وزير وانګ يي كولو۔ ده ووئيل پاكستان د كرونا وائرس مخنيوي لپاره د مرستې زيات??لو او د وباء نه پس د معيشت بحالۍ لپاره ګډون كوٶنكو هېوادونو سره په ګډه كار ك??لو له چمتو دے۔ مخدوم خسرو بختيار ووئيل مونږ خپل پام ژوند او روز ګار بچ ك??لو پلو لرنه كړې ٬ وباء نه يوازې انساني او اقتصادي زيان كړے بلكې دغې د نړۍ سماجي او سياسي سټركچر متاثره كړے ۔ ده ووئيل د پاکستاني اولس د ستونزو كمي لپاره وزيراعظم عمران خان د 595 مېليونه ډالرو پي پي آر پي او د 18 اربه ډالرو د مرستې پېكج اعلان كړے، د ټولنې بې وسه او كمزورو طبقو ته نغ??ې مرستې لپاره احساس پروګرام پېل كړے شوے، وزيراعظم عمران خان بې وسه او پسمانده هېوادونو لپاره قرض كښې ريليف لپاره قدم پورته كړے۔ ده ووئيل د پاکستان سمارټ لاك ډاون د پاليسي د ذكر وړ نتيجې رامخې ته شوي٬ دې پاليسۍ سره د كرونا وائرس ځپلے كېدونكو شمېره كښې ښكاره كمې را??لے۔