اسلام آباد 15 جولائي (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد ??ېص?? په مشرۍ كښئ د پاك افغان پارلماني دوستۍ ډلې د اېګرېكټو كمېټۍ د ټاسك فورسز غونډه (نن) د زيارت په ورځ كېږي۔ وړمبنے ټاسك فورس افغانستان ته د تلونكو كنټنرز ټرافيك كليئرنس كولو لپاره جوړ ك??ے شوے ٬ دوېم ټاسك فورس افغانستان سره پوله ايز تجارت او د ويزا زر تر زره اجرا كښې د رامخې ته ش??و خنډانو او ستونزو جاج اخستو لپاره او درېم ټاسك فورس افعانستان څخه د درآمد ك??ے شوي مال كسټم ډېموريچ په معاملو خبرې اترو لپاره جوړ ك??ے شوے٬ څلورم ټاسك فورس پاكستان ته راتګ او د روانېدو په وخت د كنټېنرز ټرېكنګ او سكېننګ پحقله د معاملو جاج اخلي۔ دا غونډه د سپيكر اسد قيصر په خاص بلنه رابللې شوې چې پكښې به د دفاع وزير پروېز خټك، د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰې محمود خان ٬ اسټبلشمنټ لپاره د وزیراعظم خاص مرستيال، پارلماني غړي ، افغانستان لپاره د پاكستان خاص استازے او نور اړوند وفاقي سېكرټريز٬ چيف سېكرټريز ٬ د خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو نه علاوه نور شتراكت دار به هم په غونډه كښې ګډون كوي۔ ټاسك فورسز به د دواړو هېوادونو ترمېنځه د معاملو په حل كولو غور كوي او سپيكر ته به حتمي رپورټ وړاندې كولو لپاره خپل سفارشات وړاندې كوي