اسلام آباد 25 جون (اے پي پي)د نې??نل فوډ سېكورټي اېنډ ريسرچ وفاقي وزير سيد فخر امام وئيلي دي زراعت سم كړۍ نو آئي اېم اېف ته به ضرورت پاتې نه شي، م??نږ هڅه كوٶ چې پومبې لپاره د چين څخه زرعي ټېكنالوي ترلاسه كړو، ويليو ايډيشن پلو به پام ګرځول وي،د پومبې پېداوار پاكستان د معاشي بحران نه رابهر كولے شي۔ د زيارت په ورځ قامي اسمبلۍ كښې په بجټ بحث كښې سيد فخر امام ووئيل نې??نل فوډ سېكورټي اېنډ ريسرچ ته د پام كولو وخت راغلے٬ د پاکستان د معيشت بنياد ??ه كركيله اډاڼه لري ٬ صنعتي دور نه م??نږ استفاده نه كوٶ٬ دا مهال پرمختګ لپاره دوه لارې دي٬ اول د كركيلې لاره ده٬ په دې كښې نامياتي زراعت د ا??ميت وړ دے۔ده ووئېل په دې كښې اسټراليا په اول لمبر ده ٬ نيوزي لېنډ په دوېم او اورپا په درېم لمبر ده ٬ د پاکستان يو څو كسان داسې دي چې په شخصي څانګه كښې نامياتي زراعت لري٬ م??نږ هڅه كوٶ چې دې لپاره دې يوه تحقيقي اداره جوړه كړې شي۔ ده ووئيل برانډنګ او فلوري کلچر ته به پاملرنه كولې شي ??كه چې دا يو لوي صنعت دے۔ ده ووئيل د غنمو هدف 27 زره مېټرك ټنه ٶ٬ م??نږ 25 زره ټنه ترلاسه كړے شو٬ په غنمو كښې هم د اېكړ په سر پېداوار كم شوے ٬ دې لپاره خود كفالت ته نشو رسېدلے ٬ ??كه حكومت نجي څانګې ته د غنمو درآمد كولو اجازه وركړې ده