اسلام آباد 22 اپرېل (اے پي پي) سمندر پورې پاكستانيانو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال سيد ذوالفقار بخاري وئيلي دي ګرده نړۍ كښئ د پاکستانو مزدورانو او کميونټي ته د ورامخې ته مسئلو حل لپاره ګامونه پورت?? كوٶ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د كرونا وائرس وضعې په اړ?? د پارلمان فنكشنل كمېټۍ په غونډه كښې وكړه۔ د اورسيز وزارت لخوا د جاري بيان له مخې ده ووئيل د عرب امارات او د سعودي عرب د افرادي قوت وزير عبدالله بن نصير سره د وېډيو لن?? د ??ارې رابطه شوې ، د مزدورانو د مسئلو حل له ګامونه پورت?? كوٶ د اوسنۍ وضعې له امله بهر هېواد كښې پاكستانيان ناقلاره دي، په دې سخت وخت كښې به د خپلو مينه والو هر ډول ضروتونو لپاره هڅې كوٶ۔ ده ووئيل زياتو هېوادونو كښې د خپلو سفارت خانو او شتمندو سره تماس كښې د پاكستانيانو مرست?? كوٶ۔ ده ووئيل د سعودي عرب، قطر او متحده عرب امارات واكمنو ته مو خواست كړے چې د پاكستان خواري كښو سره مرسته زياته كړې او د پاكستانيانو هېواد ته راستنېدو لپاره خاص ګامونه پورت?? كوٶ۔ده ووئېل سعودي عرب د هر ډول ويزه موده تر دسمبر پراخه كړې او هلته به خواري كښ د ملازمتونو نه نه اخوا كېږي۔