سلام آباد 26 فروري (اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې د اولس مشر ټرمپ بيان پاكستان ترهګرې سره تړ??و لپاره د هند په ناوړه هڅه سخت ضرب دے، د مودي د انتهاخوښې معتصب نظ??يه د عمران خان د امن سوچ نه ماتې ??وړ??ې، مودي د وسلې او بارود انبار اخستلو سره هم د عمران خان د كاميابې سفارت كارې په وړاندې بې وسه دے، د اولس مشر ټرمپ په موجودګۍ كښې په مسلمانانو تشدد او قتل عام د هندي مشرتابه فسطائي او مجرمانه سوچ ټولې نړۍ ته څرګندوي. د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان دا خبرې په خپل ټويټ كښې كړې دي. هغې ووئيل چې په كشميريانو ظلم نړيوال ضمير لړزولې، د ټرمپ دا بيان ثبوت دے چې كشمير يو منل شوې نړيواله شخړه ده. په ناحق وينه تويول كېدو د ټولې نړۍ لخوا غږ پورته كېدل خوشبينه دے. د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل چې نړيواله ټولنه دې د سلامتي كونسل د قراردادونو او د كشميري ??ولس د هي??و له مخې د كشميري ??ولس جمهوري ??و قانوني حق وركړي. هندوستان په “هندتوستان” كښې بدل شوے. د اولس مشر ټرمپ په موجودګۍ كښې په مسلمانانو تشدد او قتل عام د هندي مشرتابه فسطائي او مجرمانه سوچ ټولې نړۍ ته څرګندوي. بله خوا په ټوله نړۍ كښې د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې د پاكستان سوله ايز او د روادارې د ټولنې تاثر رامخې ته كېږي