اسلام آباد 26 فروری (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان به د پاكستان لخوا د هندي جارحيت د زړه پورې ځواب وركولو په يو كال بشپړېدو دستوره كښې خاص مېلمه وي۔ مقبوضه کشمیر كښې د پلوامه پېښې څخه وروستو پاكستان هند سره هر ډول ممكنه مرسته وكړه۔ پاكستان د دې عزم پخلې وكړو چې هغه منطقه كښې جنګ نه غواړي۔ ولې دې سره سره پاكستان دا هم په ډ??ګه كړه چې د كوم هم جارحيت اجازه به و?? نه كړې شي او بريد كوؤنكي ته به په زړه پورې ځواب وركولې شي۔ د تېر كال د فرورۍ په 26 مه نېټه د هند لخوا د پاكستان د هوائي پولو خلاف ورزي وكړې شوه۔ چې په ځواب ئې پاكستان د هندي جارحيت په ضد د خپلې فعاله دفاع په عزم عمل كولو سره پاك هوائي ځواك د??ه هندي الوتكې رانسكورې كړې او يو هندي پائيلوټ ونګ كمانډر ابھي نندن ورتھمن ئې ونيولو۔ د دې بحران په مهال د پاكستان وسله وال ځواكونه بې??ار پاتې شول۔ په دې دوران پاكستان ??اب??ه كړه چې هغه يو قام او يو روح دے۔