اسلام آباد ۔ 21 فروری (اے پی پی) د هاؤسنګ اېنډ وركس دوهم وزير شبير علي قرېشي وئيلي دي وزیراعظم عمران خان د يو لارښ??د په حېث قوم د پرمختګ او سوكالۍ پلو مخ په وړاندې بوځي۔ دده سياسي هڅې ددې خبرې څرګندونه كوي چې دې د سختو حالاتو مقابله كولې شي۔ دا خبره ده اے پي پي سره خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل د تحريك انصاف حكومت د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د اولس د هيلو له مخې ايجنډې سره مخ په وړاندې روان دې۔ ده ووئيل هغه وخت لرې نه دې چې ??خالفين به هم دا خبره ومني چې ??زیراعظم عمران خان هېواد هغه ځائې ته ورسولو د كوم خوب چې د پاكستان جوړېدو وخت څخه راروان وو۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل حكومت د هاؤسنګ په څ??نګ?? كښې هغه ګامونه پورته كوي كوم چې بايد تېرو حكومتونو پورته كړې وې۔ ده ووئيل وزیراعظم عمران خان چې ??ومې وعدې كړې دي هغه ترسره كېږي