اسلام آباد 21 فروري (اے پي پي) نېشنل دیزاسټر اېنډ رسك مېنجمنټ فن?? (اېن ډي آر اېم اېف) به خېبر پښتونخوا كښې ضم شوو پخوانو ??با??يلي سيمو او ګلګت بلتستان كښې رېسكيو 1122 سروس پېل كوي ۔ د جمعې په ورځ خبري كنفرنس ته د موسمياتي بدلون دوهمې وزيرې زرتاج ګل ووئيل دا وړومبۍ موقع ده چې دې سيمو لپاره رېسكيو سروس پېل كېږي۔ دې ووئيل د تحریك انصاف حکومت ته دا اعزاز ترلاسه دے جې دا اداره ئې په 15 مياشتو كښې بيا د سره فعاله كړې او اوس دا اداره بېلو منصوبو سره پخوانو ??با??يلي سيمو او ګلګت بلتستان كښې رېسكيو سروس پېل كوٶنكې ده۔ دې ووئيل قدرتي آفتونو څخه بچ كېدو لپاره احتياطي تدبيرونو څخه خرڅونه كم او كاميابۍ زياتې وي ۔ دې ووئيل دا تنظيم به د قدرتي آفتونو پېشنګوئي او دغې نه بچ كېدو لپاره په تدبيرونو كار كوي چې ورسره به د زيانونو اندېښنې كمې شي۔ زرتاج ګل ووئيل اېن ډي آر اېم اېف د 24 مېليونه رېسكيو فن?? جوړ ك??ې كومه چې لويه كاميابي ده۔ دې ووئيل دا تنظيم د اوبه خور په دوو منصوبو هم كار كوي۔ دې ووئيل اېن ډي آر اېم اېف هېواد كښې د سېلګرۍ په وده كښې هم تجربه لري او دې سره په ګډه به د سېلګرۍ د نوو ځايونو لټولو سره به وده هم وركوي۔ دې ووئيل دا تنظيم په كوچنيو بندونو هم كار كوي۔ تنظيم ته د فاټا بېلا بېلو منصوبو كښې كار لپاره د اسټراليا ٬ ناروے او سوېټزرلېنډ د حكومتونو مرسته ترلاسه ده