اسلام آباد 05 جنوري (اے پي پي) د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګې ﴿آئي اېس پي آر﴾ ډائرېكټر جنرل مېجر جنرال آصف غفور وئيلي دي چې پاكستان به ??من لپاره خپل كردار ترسره كوي، پاكستان به د امريكې او اېران ترم??نځ?? په روانه ??خړه كښې فريق نه ??وړېږي. د اتوار په ورځ يو نجي ټي وي چېنل سره په خبرو كښې مېجر جنرال آصف غفور ووئيل چې په خپله خاوره مو ترهګرې ته ماتې وركړې او د دې خاتمه مو كړې، پاكستان به خپله خاوره د چا په ضد د كارولو اجازه ورنه كړي. ده د امريكې لخوا د پاك پوځ د تربيې پروګرام د بحالې په تناظر كښې د اېران په اړه په پالېسې د بدلون په اړه د هندي مېډيا دعوې رد كړې او دا ئې پروپېګنډه او فېك نيوز وګرځولو او وې وئيل چې په دې معامله د تېرو څلور پنځو مياشتو نه ?? دواړو هېوادونو خبرې روانې وې.