ننكانه صاحب 05 جنوري (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير اعجاز احمد شاه وئيلي دي چې په ننكانه صاحب كښې افسوسناكه پېښه د هېواد د سلامتيا او د ورورولې د دښمنانو ناوړه سازش دے، د وزيراعظم او زمونږ همدردۍ سكھ ټولنې سره دي، د پېښې مقدمه درج كړې شوې، ټول كردارونه به انجام ته رسولې شي، په نړيواله مېډيا كښې پېښه په غلط ډول وړاندې كړې شوې، غېر رياستي ادارې د هېواد امن خرابول غواړي. ده دا خبرې د اتوار په ورځ د ودانيو صوبائي وزير ميا محمود الرشيد او پارلماني سېكتر س??دار مهندر پالل سنګه سره يو ځائ په ګوردواره جنم استهان كښې مېډيا سره په خپلو خبرو كښې وكړې. په دې موقع د سكھھ ټولنې مشران هم موجود وو. د كورنيو چارو وفاقي وزير وو??يل چې د سكھھ ټولنې په خوشحالې كښې شاملېدل د خوش قسمتۍ خبره ده، نننۍ ورځ سكھھ ټولنې لپاره د خوشحالې ورځ ده. ده وو??يل چې د وزيراعظم په هدايت دلته را??لے يم، ننكانه صاحب د مذهبونو د همغږۍ غوره مثال دے. ده وو??يل چې دلته يوه افسوسناكه پېښه رامېنځ ته شوې، په ننكانه صاحب كښې افسوسناكه پېښه د هېواد د سلامتيا او د ورورولې د دښمنانو ناوړه سازش دے، د وزيراعظم او زمونږ همدردۍ سكھ ټولنې سره دي، د پېښې مقدمه درج كړې شوې، ټول كردارونه به انجام ته رسولې شي، په نړيواله مېډيا كښې پېښه په غلط ډول وړاندې كړې شوې، غېر رياستي ادارې د هېواد امن خرابول غواړي. په دې موقع د اقليتي چارو او بشري حقونو پارلماني سېكتر وو??يل چې د يووالي په څرګندونه د پاكستاني حكومت او د پنجاب د حكومت مننه كوو، په پاكستان كښې ټول اقليتونه مكمل مذهبي آزادي لري.