اسلام آباد 04 جنوري (اے پي پي) د پاك بحريه مشر اېډمرل ظفر ??حم??د عباسي وئيلي دي چې په نېول فلېټ كښې جديد آلات او وسله لرونكو د بحري آپرېشنز صلاحيت لرونكي ائيركرافټس شاملېدو سره به د پاك بحريه په استعداد كښې اضافه وشي او د دې ائيركرافټس شاملېدو سره به د خاص ځواكونو آپرېشنز لا پراختيا وكړي. د خالي په ورځ د پاك بحري?? وياند لخوا جاري شوي بيان له مخې ??ه پاك بحريه كښې د نويو فضائي اثاثو د شاملېدو دستوره وشوه. په دستوره كښې اعلٰی تكنيكي مېري ټائم پېټرول ايئر كرافټس او خودكار ډرونز د پاك بحريه په فضائي فلېټ كښې شامل كړې شول. د پاك بحري?? وياند له مخې د پاك بحريه مشر اېډمرل ظفر ??حم??د عباس?? د دستورې خاص مېلمه و. په دې موقع چيف آف دي نېول سټاف اېډمر ظفر ??حم??د عباسي دستورې ته په خپله وېنا كښې ووئيل چې په نېول فلېټ كښې جديد آلات او وسله لرونكو د بحري آپرېشنز صلاحيت لرونكي ائيركرافټس شاملېدو سره به د پاك بحريه په استعداد كښې اضافه وشي او د دې ائيركرافټس شاملېدو سره به د خاص ځواكونو آپرېشنز لا پراختيا وكړي. ده ووئيل چې د پلوامه بريد نه پس په كړكېچن صورتحال كښې د پاكستان نېول اېوي اېشن د هند اوبتل ﴿ابدوز﴾ درك لګولو سره د قوم سر فخر سره لوړ كړے. د پاك بحري?? وياند له مخې ??ه دستوره كښې د سركاري ادارو او د پاك بحريه اعلٰی چارواكو په لويه شمېره ګډون وكړو.