اسلام آباد 16 اکتوبر (اے پی پی)د وزيراعظم د قا??ې روغتيا خاص مرستيال ډاكټر ظفرمرزا د افغانستا?? د ??وغتيا وزير فيروزالدين فيروز سره په تهران كښې د شورو په ورځ ??يدلې دي۔د ملاقات په مهال د روغتيا په اړه په دوه اړخيزه مرستې ته سلا راغله۔پھ دې مهال د افغانستا?? د ??وغتيا وزير په كابل جلال آباد او لوګر كښې د پاكستان لخوا د دريو روغتونونو په جوړولو د پاكستان حكومت او اولس مننه وكړه او وې وئېل دا روغتونونه د دواړو هېوادونو د ملګرتيا عكاسي كوي۔د افغانستا?? د ??وغتيا وزير ووئيل د پاكستان لخوا په افغانستان كښې جوړېدونكې روغتونونه اعلٰی جديد او معياري سامان لري۔د ملاقات په مهال د دواړو هېوادونو د روغتيا وزيرانو د پوليو او متعدي او غېر متعدي رنځورو مخ نيوي لپاره مرستې ته سلا شول ۔پھ دې موقع ډاكټر ظفر مرزا وئيل د پوليو مخ نيوي لپاره مرسته لا زياتولو ته سلا راغل??۔د?? ووئيل د غېر معياري داروګانو په ضد به شريكه لائحه وضع كړی شي۔پھ دې لړ كښې د دواړو هېوادونو ډرګ ريګوليټري اتهارټي شريكې ډلې په جوړولو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه