مظفر آباد 13 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي ګردې نړۍ ته به د كشمير س??ير په توګه ځم او د دوي مقدمه به مخ په وړاندې بيا يم٬ كشميريان به نه مايوسه كوم٬ ٬ د نرېندرا مودي چې څومره خوښه و?? ظلم دې وكړي كاميابېدې نشي٬ د كشميريانو د مرګ ېره ختمه شوې٬ هند دوي ته ماتې نه شي وركولې٬ هندي ظلمونه به كشمير او د هند پشمول د ګردې نړۍ 1.25 اربه مسلمانان انتهاء خوښۍ پلو بوځي٬ كه هند د كشمير مسئلې څخه پام اخوا كولو لپاره د ترهګرۍ په نامه څه ډرامه و??ړه نو په زړه پورې ځواب به وركولې شي٬ كه جنګ اوشو نو زمونږ قام به تر آخري سلګۍ مقابله كوي٬ نريواله ورورولي دې د مل??رو ملتونو قراردادونو له مخې د رېفرنډم د لارې د پرېكړې كولو حق له خپل كردار ولوبوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د مقبوضه كشمير اولس سره د يوالي څرګندونې لپاره آزاد كشمير مظفر آباد كښې تاريخي اولسي غونډې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ په دې موقع د آزاد كشمير وزيراعظم راجه فاروق حېدر، خارجه وزير شاه محمود قرېشي، د دفاع وزير پروېز خټك، علي امين ګنډاپور، سيد فخر امام، شېخ رشيد احمد، د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستياله ډاکټر فردوس عاشق اعوان، اعظم سواتي، عامر محمود کياني، سردار عتيق احمد خان او بېرسټر سلطان محمود چوهدري هم موجود ٶ۔ جلسې ته خپلې وېنا كښې وزيراعظم عمران خان په تاريخي هركلي د آزاد کشمير د اولس مننه كولو سره و??ئيل ما ګرده نړۍ كښې كشمير لپاره د س??ير جوړېدو پرېكړه كړې ٬ د كشمير كشاله د انسانيت مسئله ده۔ ده و??ئيل مقبوضه کشمير كښې خوېندې ٬ وروڼه ٬ سپين ګيري او ماشومان د تېرو څلوېښتو ورځو راهسې محصور دي۔ وزيراعظم عمران خان په سپينو ټكو ووئيل نرېندرا مودي تا ته پېغام دركول غواړم چې ته بزدل ئې ځكه چې يو بزدل كس په بې ګناه خلقو ظلم كوي٬ كوم چې نن په كشمير كښې د هند 9 لكه پوځ كوي چا كښې چې انسانيت وي ھغوي كله هم داسې ظلم نه كوي٬ زړور كس كله هم په ماشومانو او مېرمنو ظلم نه كوي٬ نرېندرا مودي چې څومره دې خوښه و?? ظلم وكړه كاميابېد نشي ۔ ده و??ئېل د كشميريانو د مرګ ېره ختمه شوې ٬ هند كله هم كشميري اولس ته ماتې نه شي وركولې۔ ده و??ئيل نرېندرا مودې د وركوټوالي نه د آر اېس اېس غړے دے او د دوي ن??ري?? ده چې هند يوازې د هندوانو دے۔ عمران خان ووئيل آر اېس اېس د هټلر په نازي ن??ري?? عمل كوي٬ د آر اېس اېس موسئس هټلر او مسلوني دے۔ وزيراعظم ووئيل هند كښې هم اعتدال خوښي او روښانه خياله خلق د مودي نظريې په ضد دي۔ عمران خان ووئيل په نړۍ كښې يو ځل به بيا د كشمير كشاله رامخې ته شوې ٬ 50 كاله پس د كشمير په مسئله سلامتي كونسل كښې بحث شوې ٬ د مل??رو ملتونو د بشري حقونو كونسل د مقبوضه کشمير په صورتحال د تشويش څرګندونه كړې ۔ ده و??ئېل او آئي سي او اروپائي ائتلاف هند څخه د كرفيو ختمولو غوښتنه كړې ٬ په امريكا كښې هم سناتورانو اولس مشر ډونلډ ټرمپ څخه غوښتنه كړې چې د كشمير په كشاله د ثالثۍ كردار ولوبوي۔ وزيراعظم ووئيل كشمير كښې څه كېږي د دې زيان به هند ته رسي٬ نننۍ هند د ګاندهي او نهرو هند نه دې پاتې٬ د آر اېس اېس نظريې د ګاندهي ن??ري?? قتل كړې وه ۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل زه د مل??رو ملتونو عمومي اسمبلۍ كښې ګډون لپاره نيويارك ته روان يم او باور دركوم چې خپل كشميريان وروڼه به نه مايوسه كوم٬ د كشمير درېځ به په داسې زړورتيا وړاندې كوم چې د دې نه وړاندې به چا نه و?? ۔ ده و??ئيل په نړيواله ميډيا به هم دا مسئله پورته كوم ٬ ما د روسيې ټي وي سره د كشمير په اړه مركه كړې او سبا به په الجزيره هم زما مركه خپرېږي٬ تاسو به و??اړ محسوسوۍ چې د كشمير س??ير كشمير لپاره هڅې كوي ۔ وزيراعظم ووئيل زه هند ته وئيل غواړم چې ستاسو پوځ چې نن كوم ظلم كوي دې سره به په كشميريانو كښې انتها خوښې پېدا كېږي٬ په كومو خلقو چې تاسو ظلم كوې دوي به ستاسو په ضد جنګ كوي