اسلام آباد 28 جولائي (اے پي پي) د دولت مشتركه د پارلماني تنظيم پنځم نړيوال كنفرنس به ﴿نن﴾ د ګل په ورځ په اسلام آباد كښې پېل شي٬ 9 كاله پس كېدونكې دا كنفرنس ??ه د اګست تر دوهمه نېټه روان وي۔ د پاكستان په كوربتوب كښې په دې كنفرنس كښې ??ه د بنګله دېش او سري لنكا پشمول د نورو هېوادونو پلاوي ګډون كوي۔ په كنفرنس كښې ??ه د قومي اسمبلۍ٬ سېنېټ او د څلورو واړو صوبائي اسمبلو څخه هم پلاوي ګډون كوي۔ د كنفرنس مشري ??ه د قومي اسمبلۍ سپيكر ا??د قېصر كوي۔ په دې كنفرنس كښې ګډون كولو لپاره د صدر او عمومي سېكتر پشمول مهم مبصرين پاكستان ته راروان دي۔ په كنفرنس كښې ??ه د ګلګت بلتستان اسمبلۍ سپيكر فدا محمد نوشاد٬ د آزاد كشمير اسمبلې سپيكر شاه غلام قادر او غېر ملكي غړي په خاص توګه ګډون كوي۔ د دې كنفرنس كوربتوب كول پاكستان لپاره د اعزاز خبره ده۔