اسلام آباد 29 جولائي (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزير پير نور ??لحق قادري وئيلي دي اسلام د اقليتو??و د حقو??و درس وركوي٬ د مدينې په رياست كښې اقليتونو ته هر ډول مذهبي آزادي او حقونه ترلاسه وٶ٬ د وزيراعظم عمران خان وژن له مخې مونږ د اقليتو??و د مسئلو نه سترګې نه شو پټولې٬ په نوي پاكسان كښې به ټول اقليتونه محفوظ و??۔ وفاقي وزير دا خبرې د ګل په ورځ ايوان صدر كښې د اقليتونو په اړه دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ په دستوره كښې اولس مشر ډ??كټ?? عارف علوي، وزير اعظم عمران خان،د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستياله ډ??كټ?? فردوس عاشق اعوان پشمول پارلماني غړو او اقليتي ورورولۍ سره تعلق لرونكو په لويه شمېره ګډون وكړٶ۔ پير نورالحق قادري ووئيل په دې دستوره كښې د اولس مشر او وزيراعظم موجودګي او اقليتونو لپاره د ايوان صدر دروازې پراستل د دې خبرې غمازي كوي چې د عمران خان حكومت اقليتونو ته څومره اهميت وركوي٬ دا د يو پېغام وركولو هڅه ده۔ ده ووئيل هولي ٬ ديوالي او كه بېساكهي وي يا د بهائيو او د كېلاش كميونټۍ اخترونه وي مونږ دا دستورې لمانځو چې مقصد ئې د رنګ٬ نسل او مذهب د فرق نه اخوا پاكستان د ټولو مقصد دے۔ ده وئيل مونږ ټول پاكستاني يو او د انسان په توګه زمونږ دود دستور ??ريك دے٬ زمونږ مذهب او آئين د اقليتو??و د حقو??و د پالنې امر كوي او د قائد اعظم امر او د اقبال فكر د اقليتو??و د حقونو اهميت واضح كوي۔ ده ووئيل زمونږ د قائد عمران خان وژن دا دے چې په پاكستان كښې د اقليتو??و د مسئلو نه سترګې نه شو پټولې٬ په ترهګرۍ كښې مونږ امام باړې٬ جوماتونه او درګاه هم سوځېدلې ليدلې دي۔ ده په دستوره كښې ګډون كوٶنكو ته ووئيل انشاء اللہ د عمران خان ، زما او ستاسو پاکستان به محفوظ و??۔ ده اقليتونو له باور وركړٶ چې دا هېواد د مسلمانانو٬ مسيحي ورورلۍ ٬ هندوانو او پارسيانو٬ د بهائيو پشمول د ټولو دے٬ نوي پاكستان كښې به ټول اقليتونه محفوظ و??۔