اسلام آباد 01 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د كوټلې قانون سازۍ او د سخت مالياتي نظم اوضبط د لارې قامي معيست په مستحكمو او كوټلو بنيادونو اودرولو لپاره د عزم څرګندونې سره ??ئيلې دي د هېواد معېشت په سم لوري روان دے ٬ سعودي عرب ٬ قطر ٬ يو ??ے اي ٬ او د چين پشمول كه دوست هېوادونو زمونږ مرسته نه وه كړې نو پاكستان به ديواله شوے ؤ ٬ اوسني حكومت ته د تاريخ تر ټولو زياته كرنټ اكاونټ خساره ??ه ورثه كښ?? پاتې ده ٬ د كومې په سبب چې په روپۍ د ډالر فشار زيات شوے د كوم مخ نيوې له چې اقدامات روان دي ٬ رېكارډ خساره ??رېښودونكې اوس د هېواد غېر مستحكم كولو هڅې كوي ٬ كه د قيادت مرګ ژوند په هېواد كښ?? ؤ نو په هېواد كښ?? به داسې ح??لات نه ؤؤ ٬ د روپۍ قدر كمېدو او د ډالر زياتېدو سره د تېرو واكدارانو اثاثې زياتېږي٬ د پاكستان په پخوانې ډول چلولو بيخي ګنجائش نشته٬ نوې پاكستان به جوړول وي٬ ټولې ادارې همكارۍ سره ??ار كوي٬ د اولس په طاقت اقتدار ته راغلې يم او د هېواد او قام په مفادو به سودا اونه كړم٬ چا له به اېن آر او نه وركوم٬ اېن آر اوز پخوا هېواد ته ډېر زيان رسولې٬ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ يو شخصې ټې وي چېنل سره ??ركه كښ?? وكړه ٬ په دې مهال د خزانې وفاقې وزير ډاكټر عبدالحفيظ شيخ او د اېف بي ار مشر شبر زيدې هم موجود وو ٬ وزيراعظم د هېواد معيشت او د ډالر بيعې زياتېدو په حقله د يوې پوښتنې په ځواب كښ?? ووئېل دا وخت د هر پاكستاني په خله دا خبره ده چې ح??لات چرته روان دي ؟ ده ووئېل دا حالات ولې راپېدا شوي په دې د هر وګړي نظر دے ٬ ده ووئېل په دې خبره ځان پوهول ضروري دي چې مونږ ته كوم ډول معيشت په ورثه كښ?? پاتې شوې ٬ او اوس دا په كوم لوري روان دے ٬ ده ووئېل د پاكستان معيشت باندې پوهېدو له دوه څيزونه ضروري دي اول مالياتې خساره چې پكښې د امدن او خرڅونو تر مينځه تناسب اوكتلې شي ٬ او بله كرنټ اكاونټ خساره چې پكښې برامدات او درامدات او د ډالر قدر كتلې شي او د د كومې پرېكړه چې نړۍ كوي ٬ وزيراعظم عمران خان ووئېل كه مونږ برامدات كموو نو كرنټ اكاونټ خساره به زياته شي او په دې ټولې نړېوالې اېجنسۍ پرېكړه كوي چې د دې ح??لت ښه دے كه بد ٬ ده ووئېل مونږ ته مالياتې خساره تر ټولو زياته په ورثه كښ?? د تېر حكومت نه پاتې ده ٬ او كرنټ اكاونټ خساره ??م نزدې 19 اربه ډاره راپاتې وه ٬ د كومې په سبب چې په روپۍ فشار زيات ؤ او ډالر نرخ زيات شو ٬ وزيراعظم ووئېل حكومت ته تر ټولو زياته په لسو مياشتو كښ?? مسئله دا پیښه وه چې د دې معاملې څنګه مخ نيوي وكړې شي ٬ ده ووئېل تېر حكومت د 14 اربه ډالرو كمرشل قرضونه اخستې وو ٬ چې پرې سود ډېر زيات ؤ ٬ ده ووئېل كه مونږ دغه قرض نه ستنوو نو هېواد به دېواليه شي ٬ ده ووئېل د راتږ سره ??ونږ د دې مسئلې سره ??خ شوې يو ٬ ده ووئېل تېر حكومت په مصنوعي طريقه ډالر لاندې ساتلې ؤ او په دغه عمل ئې په يو كال كښ?? 7 اربه ډالره خرڅ كړې ؤؤ ٬ ده ووئېل چې كله مونږ راغلو نو د 2 اوونو فارن اېكسچينج پاتې ؤ ٬ وزيراعظم ووئېل دا هغه حالات وو كوم چې مونږ ته د تېر حكومت نه راپاتې وو۔ وزيراعظم ووئيل د پاكستان په پخوانې ډول چلولو بيخي ګنجائش نشته٬ نوې پاكستان به جوړول وي٬ ټولې ادارې همكارۍ سره ??ار كوي٬ د اولس په طاقت اقتدار ته راغلې يم او د هېواد او قام په مفادو به سودا اونه كړم٬ده ووئېل چا له به اېن آر او نه وركوم٬ اېن آر اوز په ماضي كښ?? هېواد ته ډېر زيان رسولې۔ ده ووئيل په بې نومه جائيداونو به سخته كاروائي كولې شي او د قانون له مخې به دغه جائيدادونه ضبط كولې شي