اسلام آباد 07 مئی (اے پی پی) خارجه وزير شاہ محمود قریشی وئيلي دي پخوانو حکمرانانو هېواد بې په دردۍ سره لوټ كړې،په 10 كلونو كښې معیشت ته زيان رسولې شوې، د معیشت جنازہ هغوي وېستلې ده ، آئی اېم ??ېف ته په وړومبي ځل نه ورځو ، پخواني حکمرانان هم 16 ځل آئی اېم ??ېف ته ورغلي ، په سی پیك او نیوکلیئر پروګرام قامی اتفاق لرو ، صدارتی نظام نه راځي ، 18م بدلون به نه رول بیك كېږي، این ??ېف سی ایوارډ به راځي ، د وسائل وېش ذمه واري به ترسره كولې شي۔ د نهې پھ ورځ د سېنېت غونډه كښې د اېن ??ېف سي ايوارډ په اعلان كښې د تاخير په اړه په تحريك التوا بحث كښې ده ووئيل اېن ??ېف سي ايوارډ وركول زمونږ آئيني ذمه واري د?? او هر پنځه كاله پس بايد اېن ??ېف سي ايوارډ وركړی شي خو پخوانو حكمرانانو دې لپاره څه هم نه دي كړې۔ ده ووئېل د اسحاق ډار په مشرۍ كښې كمېټي جوړه كړې شوې خو په هغې كښې كوم پیشرفت نه ؤ شوې٬تېر حكومت ختم شو او اېن ??ېف سي ايوارډ ورنه كړې شو كوم چې په آئيني او قانوني توګه هغو?? له وركول پكار وو۔ ده ووئېل زمونږ په حكومت كښې اولس مشر نوې ايوارډ جوړ كړې٬د صوبائي حكومتونو څخه څو وارې نامزدګي غوښتې شوې چې پكښې تاخير شوې او تر ټولو زيات تاخير د سندھ حكومت كړی كوم چې په نامزدګۍ كښې ناكامه شوې۔ده ووئيل د سوچ خبره دا ده چې پاكستان آئي اېم ??ېف پلو ولې تللې او په هېواد كښې د ميكرو اقتصادي استحكام نشتوالي په وجه داسې شوي دي۔ ده ووئېل د زرمبادلې پانګې چې كله د شپږو اونو پاتې شي٬مالياتي خساره 6 فيصده څخه زياته شي٬تجارتي خساره د هېواد په تاريخ كښې تر ټولو زياته وي٬ګرځينده قرض 1300 اربه روپۍ ميراث كښې پاتې شي نو بيا په يقيني توګه تشويش پكار وي ۔د سركاري ادارو كاركردګي هم د ټولو په وړاندې ده٬دده ووئېل د پيپلز ګوند او(ن)ليګ په حكومتونو كښې د يو څو ادارو نه علاوه ټولې سركاري ادارې په خساره وې٬آيا شرح نمو يوازې زمونږ پ?? اووه مياشتو كښې كمه شوې۔ده ووئيل سره د دې سعودي عرب٬چين او د متحده عرب امارات پشان ملګرو هېوادونو زمونږ مرسته كړې٬د پيپلز ګوند حكومت چې كوم اېن ??ېف سي ايوارډ وركړی و په هغې كښې د صوبو وسائل زيات كړی شوي وو٬ ده ووئېل پيپلز ګوند په حكومت كښې هم آيا د آئي اېم ??ېف په وېنا وزير لګولې شوې ؤ ٬ په لسو كلونو كښې هغوي د هېواد معيشت ته ډېر زيان رسولې۔ده ووئيل د سټېټ بانك نوې ګورنر رضا باقر د پاكستان شهري دے او په خپل اهليت دې مقام ته رسېدلې ۔د زياتې تنخا پرېښودو سره پھ كمه تنخا دلته راغلې دے ٬ ده ووئېل د دوه ځايز شهريت بندېز معامله د پارلمان ده٬اپوزېشن دې خفه كېږي نه اېن ??ېف سي ايوارډ به راځي او د وسائلو د وېش ذمه واري پھ ښه ډول ترسره كولو له هڅه كوو۔ده ووئيل دلته د سي پیك په اړه خبره شوې سي پیك ته هېڅ خطر نشته٬په هغې قامي اتفاق رائے لرو۔نيوكليئر پروګرام ته هم كوم خطر نشته٬هېواد د ون يونټ پلو نه ځي او نه كوم صدارتي نظام راځي۔ ده ووئېل پخوانو حكمرانانو هېواد بې دردۍ سره لوټ كړی خو سره د دې به ښه اېن ??ېف سي ايوارډ رامخې ته كوو۔