اسلام آباد 06 مئی (اے پی پی) د تعليم او تربيې وف??قي وزارت اتحاد تنظيمات مدارس پاكستان سره ترسره شوې رجسټرېشن فارم له مخې سباؤن كښې د ټولو ديني مدرسو او جامعات رجسټرېشن د وزا??ت سره لازمي ګرځولې دے٬ وفاقي ??كومت به د غېر رجسټرډ او قواعدو خلاف ورزي كوونكو مدرسو رجسټرېشن منسوخ كولو او بندولو اختيار لري ۔د ګل په ورځ د تعليم وف??قي وزير شفقت محمود پھ مشرۍ كښې د??ني مدرسو په اړه مهمه غونډه د وزارت كمېټۍ روم كښې وشوه چې پكښې د اتحاد تنظيمات مدرسو د پاكستان مشرانو او نورو ذمه وارو ګډون وكړو۔د تعليم وزارت د اړخه جاري شوي بيان له مخې په غونډه كښې پريكړه وشوه چې سباؤن كښې به ټولې د??ني مدرسې او جامعات د اتحاد تنظيمات مدارس پاكستان سره ترسره شوې رجسټرېشن فارم له مخې د تعليم او پېشه وره تربيې وف??قي وزا??ت سره د رجسټرډ كولو پابند وي۔دې مقصد لپاره د تعليم او پېشه وره تربيې وف??قي وزارت ټول هېواد كښې د لس ريجنل دفتروې د رجسټرېشن لپاره جوړوي۔په غونډه كښې پريكړه وشوه چې وزارت به د مدرسو او جامعاتو شمېرې راجمع كولو مج??ز اتهارټي وي او هغه مدرسې او جامعات كومې چې د وزا??ت سره رجسټرډ نه وې۔وفاقي ??كومت به د هغې د بندولو مجاز وي ٬ كومې مدرسې او جامعات چې د رجسټرېشن د قواعد خلاف ورزي كوي د هغې رجسټرېشن به منسوخ كولې شي۔په غونډه كښې پريكړه وشوه چې د وف??قي وزا??ت سره رجسټرډ مدرسو او جامعاتو كښې به غېر ملكي زده كوونكو له د تعليم آسانۍ وركولې شي۔غونډه كښې پريكړه وشوه چې د تكنيكي او پېشه وره تعليم موقعو وركولو لپاره د وزا??ت سره د رجسټرډ مدرسو او جامعات د مېټرك او اېف اے نه پس به د فني تعليمي بورډ سره الخاق كولې شي