اسلام آباد 20 فروري (اے پي پي) د مواصلات وفاقي وزير مراد سعيد وئېلي دي په چا چې د بدعنوانۍ تور دے بايد هغوي خپلې مقدمې په عدالت كښې وكړي٬د ايوان په كا??وائۍ د اولس پيسه خرڅ كېږي٬بايد دلته په اولسي مسئلو خبره اوشي٬پاكستان په نړيواله كچه خپل مقام بيا ترلاسه كوي۔د جمعې په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د شاهد خاقان عباسي د اعتراض په نكته ده وو??يل عجيبه تماشه ده چې د اسمبلۍ غونډه پېل كېږي نو وئېلي كېږي چې شهباز شريف دې د اي اے سي چيئرمېن جوړ كړي او كه جوړ نه شو نو د قامي اسمبلۍ غونډه به مخ په وړاندې نه ځي٬بيا وئېلې كېږي كه د شهباز شريف پروډكشن آرډر جاري نه كړې شو نو بيا هم د اسمبلۍ غونډه مخ په وړاندې نه شي تللې۔ده وو??يل دوه چارې داسې شته چې بايد په هغې بحث وكړې شي ٬ ښه به دا وې چې د ايوان څخه هند له يو سخت پېغام وركړی شي ٬ ده وو??ې?? د ??ولو پورې غاړه څخه هره ورځ پاكستان له دړكې وركړی كېږي٬بايد دې ايوان څخه پېغام وركړی شې چې د پاكستان 22 كروړه اولس د پاك پوځ سره ولاړ دے ٬ ده وو??ېل پاكستان د خپلو كشميريانو وروڼو خوئېندو سره ولاړ دے۔ ده وو??ېل كله چ?? پاكستان پھ نړيوال فورم د هندي جاسوس كلبهوشن ياديو مقدمه كوي نو زمونږ لپاره د شرم خبره ده چې د هند د اړخه د نواز شريف بيان په خپل حق كښې وركوي ٬دا زمونږ بدقسمتي ده۔ده وو??يل كله چې سجن جندا?? د ??يزې نه غېر پاكستان ته راغلو او مري ته لاړ نو يو بيان راغلو چې د هغه سره د كورنۍ اړيكې لرو٬مودي د نمسو واده له راځي دا ټولې خبرې قام ته په ډاګه شوي۔ده وو??يل په سفارتي ډګر د پاكستان اړيكې نورو هېوادونو سره ښې كېږي بايد په دې خبرې اوشي۔د سعودي عرب پھ زندانونو كښ?? پاكستاني بنديوان راخوشې كړې شول ٬دا مسئله وزيراعظم عمران خان حل كړی۔پاكستان په نړيواله كچه خپل مقام بېرته ترلاسه كوي۔ده وو??يل په هېواد كښې د غريبانو لپاره شيلټر هومز جوړېږي٬د اولسي ښېګړی اقدامات كېږي۔مراد سعيد وو??يل شاهد خاقان عباسي د خسارې خبره كړی٬ 200 اربه خساره د هغوي په دور كښې شوې ٬كه د برېښڼا معامله خرابه ده او 1200 ارب روپۍ ګرځينده قرض دے نو د دې ذمه وار هم دغه دي۔ده وو??يل مونږ په دليل خبره كوو٬د اولس غلا شوې پيسه به راوړلې شي٬وفاقي وزير وو??يل څوك چې غل وي هغه زمونږ غوندې خبره نه شي كولې٬نن د عمران خان په وجه په ټوله نړۍ كښ?? پاكستان خپل مقام بېرته ترلاسه كوي۔ده وو??يل د ايوان په كا??وائۍ د قام پيسه خرڅ كېږي كه چا كرپشن كړی يا په چا د كرپشن تور دے هغوي دې خپلې مقدمې عدالت كښې وكړي