اسلام آباد 06 فروری (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي و??ېل?? دي پاكستان سيمه كښې امن او څوكالي غواړي٬هند د مقبوضه كشمير د تازه صورتحال منظركشي كوي٬د برتانيې دورې كولو مقصد د نړيوالې ورورولۍ په وړاندې د كشميريانو غږ پورته ك??ل دي٬آسيه بي بي آزاده ده٬كه هغه هېواد پرېښودل غواړي نو پرېښودلې شي٬كه پاكستان كښې پاتې كېدل غواړي نو حكومت به هغې له ??حفظ وركوي٬پاكستان د افغانستان پھ مسئله ?? امن ناكه حل له ??هولت كاري به روانه ساتي٬د پاكستان او امريكې اړيكې مخ په ښه كېدو دي٬پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد لويې كاميابۍ ترلاسه كړي۔ده دا خبرې د شورو په ورځ په لندن كښې بي بي سي سره په خپله مركه كښې وكړې ۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د ملګرو ملتونو د بشري حقونو كمشنر او آل پارټيز پارليمنټيرين ډلې راپور په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزۍ رامخې ته كړي٬مونږ په آزاد جمو كشمير كښې ټولو له ??سنه وركړی٬مونږ په آزاد كشمير كښې ټولو ته هركلے وائيو چې راشۍ او هلته پخپله ??و د صورتحال جاج واخلۍ ځكه چې مونږ سره پټولو لپاره څه نشته۔ده ووئيل هند چې په كشمير كښې كوم ظلم كوي د هغې پټولو لپاره نړيوالو ادارو ته هلته د رسنې اجازه نه وركوي۔د افغانستان په اړه ده ووئيل پاكستان تل راهسې دا وائي چې د افغان مسئلې كوم پوځي حل نشته٬د افغان مسئلې يوازنې حل د خبرو اترو د لارې سياسي مفاهمت دے۔ده ووئيل كله چې د امريكې قيادت سياسي مفاهمت له ??وښي څرګنده كړه نو پاكستان هغوي له ??هولت كاري وركړه۔ده ووئيل د پاكستان او امريكې اړيكې ښه كېږي۔امريكې د پاكستان په قيادت د باور څرګندونه كړی دغسې پاكستان د ترهه كرۍ په ضد لويې كاميابۍ ترلاسه كړي٬ ده ووئېل مونږ د خپل هېواد څخه د ترهه ګرۍ لعنت ختمولو كښې بريالي شوي يوو۔خارجه وزير ووئيل افغانستان له ??ه اوس هم ډېر څه ك??ل وي٬د ترهه ګرو كوم پټن ځايونه چې پاتې دي نو هغه د پ??لې پورې غاړه په افغانستان كښې دي۔د يوې بلې پوښتنې په ځواب ده ووئيل وزيراعظم عمران خان د پاكستان ګټې له ?? امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ پشمول ټولو سره ملاقات له چمتو دے۔