ملتا?? 02 ??رروي (اے پي پي﴾ خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي وئيلي دي چې جمهوريت٬ آئين او آتلسم بد??ون كوم خطر نه لري٬ د مخالفې ډلې ګوندونه غېر ضروري ډونډورې كوي۔ د خالي په ورځ په ملتان كښې خبريالانو سره په خبرو ك ښې ده ووئيل چې جمهوريت او آتلسم بد??ون هېڅ خطر سره نه دي مخ شوي خو د يو شمېر سياسي شخصياتو مفاداتو ته خطر كېدے شي۔ ده ووئيل چې د صوبو اختيارت مونږ پرون هم منل او نن ئې هم منو٬ د دوي آئيني حقوق هېڅ خطر نه لري۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې مونږ هېڅ ډيل نه دې كړ??٬ ډيل په مسلم لي?? او پيپلز ګوند كښې كېږي٬ پيپلز ګوند او ن لي?? تر پرون يو بل سره لاس او ګرېوان و خو نن ئې ډيل كړې او يو ځائ شوي دي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې پرېكنده قوت اولس دے او اولس د تحريك انصاف په حق كښې پرېكړه كړې۔ ده ووئيل چې د نېب په اړه د شور كوونكو نه پوښتنه كول غواړم چ?? د دوي په ضد مقدمې چا جوړې كړې دي۔ ده ووئيل چې ن لي?? د پيپلز ګوند او پيپلز ګوند د ن لي?? په ضد مقدمې جوړې كړې دي۔ مونږ هڅه كوو چې زمونږ په دور كښې د هېواد لوټل شوے دولت بېرته راشي۔