اسلام آباد 30 جنوری (اے پی پی) الېکشن 2018ء لپاره د جوړې كړې پارلماني كمېټۍ غونډه د شورؤ په ورځ پارلېمنټ هاؤس كښې د كمېټۍ چيئرمېن پروېز خټك په مشرۍ كښې وشوه۔ كومه كښې چې د كمېټۍ غړو ، وفاقی وزيرانو ډاکټر شیریں مزاری، شفقت محمود اوچوهدری فواد حسېن په شمول د كمېټۍ غړو ر??نا تنویر حسین، سناتور اعظم سواتی، سردار ایاز صادق، مرتضیٰ جاوېد عباسی، سناتور رحمن ملک، سید نوید قمر، امیر حیدر خان هوتی، سرفراز بګټي ، راجه پرویز اشرف او سناتور هدايت الله ګډون وكړو۔ سناتور اعظم سواتي ووئيل سپيكر چې د الېكشن كره كتنې په لړ كښې د كمېټۍ جوړولو ك??م تحريك ايوان څخه من??ور كړې د هغې ترمخه يواځې خاص كمېټي جوړېدې شي ٬ پارلماني نه۔ د كمېټۍ سېكتر په نوټيفېكيشن كښې د پارلماني كمېټۍ لفظ كارولې۔ ر??نا تنویر حسین ووئيل تصحيح دې وكړې شي او ك??ېټي دې كار ته پرېښودلې شي۔ د الېكشن كمېشن د اختياراتو په اړه د اطلاعات وفاقي وزير چوهدي فواد حسېن ووئيل په نړۍ كښې چې څومره اختيارات زمونږ الېكشن كمېشن ته ت??لا??ه دي بل چرته نشته۔ بس كسان دې سم ولګولې شي نو كار به سم شي۔ د دې په ځواب كښې ر??نا تنویر حسین ووئيل حكومت ستاسو د?? سم كسان تاسو ولګوۍ لكه څنګه چې حكومت نور كارونه سم كوي دغسې دې دا هم وكړي۔ سناتور رحمن ملك ووئيل كه كمېټي سفارشات وركولې شي او په پرېكړو عملدرآمد لازم نه وي نو دا خو د وخت ضائع كولو خبره ده۔ د تعليم وفاقی وزیر شفقت محمود ووئيل مونږ كمېټي په جدي توګه اخلو ٬ نوټیفکېشن كښې تصحيح ته اړتيا ده۔ ګني د كېمېټۍ كارروائي چېلنج كېدې شي۔ كېمټۍ په قواعدو كښې د بدلون من??وري وركړه چې ترمخه ئې الېکشن 2018ء لپاره د پارلماني كمېټۍ نامه خصوصي كمېټۍ كړې شوه۔ غونډه كښې دا هم پرېكړه وكړی شوه چې د كمېټۍ راروانه غونډه به د فرورۍ په دوهم اونۍ كښې په 10 مه او 11 مه نېټه كولې شي۔