لاهور 28 جنوري(??ے پي پي) د وزیراعظم د تجارت سلاحكار عبد الرزاق داؤد وئيلي دي امریكې سره تجارتي اړيكې په سباٶن كښې د ښه والي امكان لري ٬ هند سره د تجارتي اړيكو ښه كېدو فې الحال هېڅ امكان نشته٬ خو پاكساتن هند سره تجارت لپاره چم??و دے او په دې شرط ??ې د هند لخوا هم د مثبتو جذباتو څرګندونه وي۔ د ګل په ورځ اېكسپو سنټر لاهور كښې د پاكستان مېګا لېدر شو د درې ورځني نندارتون پرانستې نه پس ميډيا سره په خبرو كښې عبدالرزاق داٶد ووئيل افغانستان سره اړيكې ښې لرې او اوس به افغانستان سره تجارت هم زيات شي٬ د روپۍ په قدر كښې د كمي په پوښتنه ده ووئيل برآمدات چې زيات شي نو د روپۍ قدر به هم مستحكم شي۔ د اېف بي آر په اړه د يوې پوښتنې په ځواب عبد الرزاق داؤد ووئيل په اېف بي آر كښې اصلاحاتو ته اړتيا ده ٬ دې كښې د پي اېس ډي پي فهرست ښه كوٶ٬ جون كښې به په نوي بجټ معاشي پرمختګ واضح تر نظره شي ۔ ده ووئيل چين سره د اېف ټي ??ے پحقله خبرې روا??ې دي او اميد لرو ??ې د پاكستان او چين ترمېنځه به په اېف ټي اے لاسليك شي۔