اسلام آباد 15 جنوري (اے پي پي) په پارليمان كښې د مخالفې ډلې ګوندونو په هره معامله شريكې حكمت عملۍ لپاره د كمېټۍ جوړولو اعلان كړې او وئېلې يې دي ميثاق جمهوريت به قوي كولې شي٬په انساني حقونو او د مېډيا د آزادۍ تحفظ لپاره به يوځاې مخ په وړاندې ځوو۔دا خبرې د نهې پھ ورځ د پارليمان په ودانۍ كښې د مخالفې ډلې مشرانو د غونډې نه پس مېډيا سره په خبرو كښې وكړې په غونډه كښې آصف علي زرداري٬بلاول بهټو٬شيري رحمان٬نويد قمر٬ډاكټر سعيد الرحمان٬امير حېدر هوتي٬رانا ثناﺀالله٬سعد رفيق٬ اياز صادق٬رانا تنوير٬احسن اقبال او نورو ګډون وكړو۔په دې م??قع خبريالانو سره په خبرو كښې ميا شهباز شريف ووئيل د اپوزېشن ګوندونو په دې غونډه كښې شريكې حكمت عملۍ لپاره يوه كمېټي جوړه كړې شوې كومه به چې هر اړخيزه جاج اخلي٬اتفاق به پیدا كوي٬په كمېټۍ كښې به د اپوزېشن ټول ګوندونه نمائندګي لري۔ده ووئيل د صحافت په آزادۍ به هېڅ قدغن ونه زغملې شي٬د اپوزېشن ګوندونو پر??كړه كړې چې د صحافت آزادۍ لپاره به بشپړه هڅې كولې شي۔په دې م??قع بلاول بهټو ووئيل تر څو د انسانانو د معاشي حقونو٬بشري حقونو او د جمهوري حقونو خبره ده نو اپوزېشن به د دې تحفظ لپاره په ګډه مقابله كوي٬زه ګڼم چې اپوزېشن نن ډېره ښه پر??كړه كړې٬د يوې شريكې كمېټۍ چوړولو پر??كړه د پارليمان او جمهوريت بقاﺀ لپاره د ستائنې وړ ده۔ ده ووئېل اپوزېشن به په پارليمان كښې دننه او بهر يو وي۔په دې م??قع د مولانا فضل الرحمان زوي ډاكټر سعد الرحمان ووئيل متحده مجلس عمل اپوزېشن په يو پيلټ فارم د جمع كولو هڅه كړې وه او نن تعبير ترلاسه ??وې??اپوزېشن يوځاې ??وې??د اپوزېشن په نننۍ غونډه كښې اعتماد او جذبه تر نظره ??وې??ټولو ګوندونو هغه خبرې كړې كومې چې د پاكستان اولس ليدل او اورېدل غواړي ۔ده ووئيل د آصف علي زرداري او د اپوزېشن ليډر د ګوند د خلكو پشمول د نورو ګوندونو نمائندګۍ سره زمونږ ډاډګيرنه شوې۔په دې م??قع د اے اېن پي امير حېدر خان هوتي ووئيل د اپوزېشن ګوندونو نننۍ غونډه كښې مهم پر??ختګ ??وې??د هېواد په ستونزو به اپوزېشن يو وي٬د كمېټۍ جوړولو پر??كړه د ستائنې وړ ده۔