اسلام آباد 05 جنوري (اے پي پي) د پخواني وزيراعظم او د پاكس??ان پيپلز ګوند باني شهيد ذوالفقار علي ??هټو 91مه سالګره ولمانځل شوه۔ د ګوند د سينئر لارښود ملك حاكمين د مړينې له امله د سالګرې دستورې په سادګې سره ولمانځل شوې۔ تر ټولو لويه دستوره په لاړكانه كښې په ګهړي خدابخش كښې د ذوالفقار عل?? ب??ټو په مزار وشوه۔ دغسې په لاهور٬ اسلام آباد٬ پېښور او كوئټه كښې هم د سالګرې دستورې وشوې۔ په دې دستورو كښې ذوالفقار علي ??هټو ته د عقيدت پېرزوينه وړاندې كړې شوه۔ د پاكس??ان پيپلز ګوند چيئرمېن بلاول بهټو زرداري په دې موقع په خپل پېغام كښې ووئيل چې د پاكس??ان پيپلز ګوند مشران او كاركنان به د شهيد ذوالفقار علي ??هټو او محترمې بېنظير بهټو مشن٬ وژن او فسلفه مخ په وړاندې بوځي٬ شهيد بهټو د پاكستاني اولس حالت ښه كولو لپاره پياوړي خدمات ترسره كړي دي٬ د هغه سياسي وژن٬ جرات٬ ??ست??امت او سياسي فلسفه مونږ لپاره د لارې مشالونه دي٬ ذوالفقار علي ??هټو قوم ته د كال 1973م د آئين ډالې وركړې۔ پخواني اولس مشر آصف علي ??رداري يهم ذوالفقار علي ??هټو ته د عقيدت پېرزوينه وړاندې كړه او وې وئيل چې انساني آزادي او د اقدارو احترام او وده د پاكس??ان پيپلز ګوند مشن دے۔ ده ووئيل چې اولس د طاقت سرچينه ده۔