اسلام آباد 18 نومبر (اے پي پي) د مذهبي چارو او د مذهبونو د همغږۍ وفاقي وزير پير نورالحق قادري وئيلي دي چې د ټولې نړې مسلمانان حضور نبي كريم ﴿ص﴾ سره محبت او عقيدت لري٬ په تېرو ورځو كښې د دهرنو مع??مله حكومت په سوله ايز ډول حل كړې٬ د وزيراعظم عمران خان وړومبې ترجيح هم دا وه چې مع??مله په سوله حل كړې شي٬ د رياست كردار د مور په شان وي كومه چې خپلو ټولو بچو س??ه يو ډول سلوك كوي۔ ده دا خبرې يو نجي ټي وي چېنل سره د خبرو په مهال وكړې۔ وفاقي وزير ووئيل چې د پاكستان اوسني حكومت په هالېنډ كښې د سپكاوي د خاكو مقابلې مخ نيوي لپاره يو قوي غږ پورته كړو او د دې مقابلې په مخ نيوي كښې ئې مهم كردار ت??سره كړو۔ د پاكستان حكومت په دې لړ كښې د او آئي سي په فورم هم قوي غږ پورته كړو او ټولو اروپائي سفيرانو ته ئې هم د قوانينو له مخې د دې مع??ملې حل لپاره هدايت وكړل۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې د مذهبي چارو وزارت يو مهم وزارت دے كوم چې د حج پاليسې پشمول د زكوة او عشر مع??ملې ګوري او د علما كرامو پشمول مشائخ عظام او مذهبي سكالرانو س??ه په حكومتي روابطو كښې دا و??ارت مهم كردار لري۔ ده ووئيل چې د پاكستان جوړېدو نه وړاندې هم د پاك افغان پولې په دواړو غاړو زمونږ مشرانو زيات عقيدت مند لرل او يوه روحاني رشته جوړه وه او نن هم دا لړې روانه ده۔ د صوفياو په ماحول كښې رالوي شوې يم٬ كوم تن چې په داسې ماحول كښې رالوي شي نو د اورېدلو اورېدو ډېره موقع په لاس ورځي۔ ده ووئيل چې په تصوف كښې د خپلو مخالفينو پشمول ټولو لپاره يو نرمي ده۔ برداشت دے او زمونږ صوفيان وائي چې په مونږ كښې دل جوئي او دلداري ده٬ مونږ هم دا هڅه كوو٬ زه په دې معنٰي صوفي خو نه يم خو د صو??يا كرامو د خېرات نه مو څه نه څه ضرور ت??لاسه كړي دي۔