لاهور 18 نومبر (اے پي پي) د تعليم او وظيفه اي تربيې وفاقي وزير شفقت محمود وئيلي دي چې حكومت به په خپل اوسني دور كښې د هېواد معيشت لوړې ??چې ته رسوي٬ د هېواد په برآمداتو كښې به ??اريخي اضافه وشي٬ پخ??ان?? حكومتونو د احتساب په نوم هېواد لوټلې او د غريب خوشحالې لپ??ره ئې څه نه دي كړي٬ اوسنې حكومت به ?? اولس خوشحالې٬ د قانون حكمرانې او د غريبو خلقو بهترې لپ??ره اقدامات كوي۔ ده دا خبرې په الحمرا هال كښې د اتوار په ورځ په فېض انټرنېشنل فېسټول كښې د مكالمې په مهال په خپلو خبرو كښې وكړې۔ په دې موقع د نېشنل ګوند صدر حاصل بزنجو٬ د پاكستان پيپلز ګوند لارښود چوهدري منظور٬ د مسلم ليګ ﴿ن﴾ سناتوره نزهت صادق او بشريٰ ګوهر هم موجود وه۔ وفاقي وزير ووئيل چې حكومت د تعليم په نظام كښې بهترې لپ??ره اقدامات كوي۔ په هېواد كښې به ?? تعليم يو ډول نظام سره سره د تعليم ميعار هم باوري كولې شي۔ وفاقي وزير ووئيل چې كله سياسي ګوندونه په اقتدار كښې وي نو د اقتدار خوندونه اخلي او چې كله په اپوزيشن كښې وي نو د حكومت په كارونو بې ځايه نيوكې كوي۔ په دې موقع حاصل بزنجو٬ سناتورې نزهت صادق او بشرٰي ګوهر هم وېنا وكړه۔