دوشنبے 20 جون (اے پي پي) او??س مشر ممنون حسېن ګرده نړۍ كښې د اوبو وس??ئلو ته په پېښو چېلنجونو په كوټلې توګه قابو موندلو لپاره د لو??ې كچې مرستې او همكارۍ ته د ودې وركولو په حاجت زور اروړلو سره وئيلي دي نړيواله ورورولي بايد په نړيوالو ستونزو د خپلو تحفظاتو نه پرته د غربت خاتمې ٬ صحت معيار ښه كولو او كوټلې پرمختګ لپاره هڅې وكړي٬ پاکستان د كوټلې پالیسۍ له مخې د اوبو وس??ئلو ښه انتظام سره سره د سيمه ايزې او نړيوالې مرستې د لارې د ادارو صلاحيتونو زياتولو او د ګڼ اړخيزه چېلنجونو مخنيوي لپاره كار كوي۔۔ او??س مشر دا خبره د شورو په ورځ دوشن??ے كښې د ” اوبو وس??ئلو او غوره پرمختګ” په سرخط د لو??ې كچې د دوه ورځني نړيوال كنفرنس پرانستې غونډې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ د تاجکستان او??س مشر امام علی رحمانوف هم د كنفرنس پرانستې غونډې ته وېنا وكړه۔ کنفرنس ته د ترکمانستان او??س مشر ، د افغانستان چیف اېګزیکټو او د خارجي پلاويو مشرانو هم وېنا وكړه۔ او??س مشر ووئيل اوبه د انساني ژوند بقاء ده٬ د خوراك او كركيلې عظيمه برخه ده٬ د توان ترلاسه كولو بنيادي ذريعه او د ځائي سره سيمه ايزه بلكې په نړيواله كچه د پرمختګ رښتينې بنياد دے ٬د دې نه غېر څوك بشري ضرورتونه نشي ترسره كولې٬ ده ووئېل د اوبو وس??ئلو كوټلې انتظام او وركړې نه غېر د كركيلې٬ صنعت او د نورو څانګو په اړه هېڅ موثره منصوبه بندي نشي كېدې ۔ او??س مشر ووئيل دې لپاره اوبه ژوند لپاره ضروري نه بلكې د قدرت دا دواړه مظاهر لازم او ملزوم دي۔ او??س مشر ووئيل په دې وجه د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ دا لسيزه د اوبو ضرورتونه ترسره كولو لپاره د كار كولو د لسيزې په توګه د لمانځلو پرېكړه كړې د كومې لپاره چې دا نړيواله اداره د ستائنې حق لري۔ او??س مشر ووئيل تاجكستان چې په دې معامله كښې قائدانه كردار لوبوي ٬ دې لپاره به نړۍ تل د دوي ستائنه كوي۔ او??س مشر هيله څرګنده كړه چې دا كنفرنس به په دې لسيزه كښې د اوبو د مسائلو مخنيوي په لړ كښې مهم كردار ترسره كړي۔ او??س مشر ممنون حسېن ووئيل ورلډ اكنامك فورم غوندې معتبره اداره د تېرو دوو كالو څخه په سباٶن كښې د اوبو وركړې پحقله د تشويش څرګندونه كوي٬ کرېبین جزیرې، امریکه، بحیرہ عرب او په سوئيلي آسياء كښې په دې ورستيو كښې راغلو افتونو دا معامله لا پېچېده كړې ده٬ ده ووئېل په دې پس منظر كښې ممكنه ده چې د اوبو كمے نړۍ كښې د درېمې لوې مسئلې په توګه رامخې ته شي ۔ او??س مشر ووئيل مونږ لپاره دا خبره د تشويش وړ ده چې د نړۍ د آبادۍ 21 فيصده برخه د څښلو پاكو اوبو ته رسنه نه لري او دغسې په دريو كښې يوه برخه آبادي صحت او د صفائۍ د بنيادي آسانيو څخه محرومه ده ٬ ده ووئېل د دې مطلب دا دے چې د اوبو دا مسئلې د جغرافيائي نه پورې انسانيت لپاره د عظيم خطر حېثيت اختيار كړے چې په نتيجه كښې ئې زمونږ نړۍ د سېلاب ٬ وچ كالۍ (خشك سالي) او د ماحولياتي تغير په څوكه ولاړه ده۔ او??س مشر په دې خبره ټېنګار وكړو چې د صورتحال مخنيوي له كه د يو جامع منصوبه بندۍ له مخې د اوس نه هڅې پېل نه كړې شوې او ضروري انتظاماتو لپاره د مالي وس??ئلو انتظام فكر ونه كړې شو نو صورتحال به لا پېچلې شي۔