چراټ 11 جنوري (اے پي پي) وزیراعظم شاهد خاقان عباسي او د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ د زيارت په ورځ په چراټ ??ښې د سپېشل سروس ګروپ (اېس اېس جي) د مركزي دفتر دوره وكړه۔ د جاري شوي بيان له مخې چراټ ته په رارسېدو وزيراعظم د شهيدانو په يادګار د ګلونو څادر خپور كړو۔ وزيراعظم د اېس اېس جي آرګنائزېشن ?? د ??ې د صلاحيتونو او كاركردګۍ په ??ړه خبر كړې شو۔ اېس اېس جي د خپلو ځينو پېشه ورانه ??وه?? او آپرېشنل صلاحيتونو مظاهره وكړه۔ په دې موقع وزیراعظم د اېس اېس جي په ځينو وسلو ډزې هم وكړې۔ د اېس اېس جي چارواكو او ځوانانو ته خپلې وېنا ??ښې وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د اېليټ فورس په كاركردګۍ او د ترهګرۍ په ضد د روانو هلو ځلو په مهال د دوي د خدماتو ستائنه وكړه۔ وزیراعظم د اېس اېس جي او د وسله والو ځواكونو شهيدانو ته پېرزونې وړاندې كړې د كومو د قربانيو په سبب چې په پاكستان ??ښې امن بحال شوے۔ په دې موقع د دفاع وزير٬ د پېښور كور كمانډر او د پوځ نور سينئر چارواكي هم موجود وو۔