اسلام آباد 07 دسمبر (اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوي د هېواد جامع او تند رفتاره پرمختګ لپاره فکري او تعلیمي پرمختګ ته په پام لرنه كولو زور راوړلو سره وئيلي دي زدكوونكې دې د هنر مندۍ ، آن لائن او فاصلاتی تعلیم څخه بشپړه استفاده وكړي،زدكوونكې دې انفارمېشن ټیکنالوجي ، مصنوعي ذهانت څانګې ته خاص پام لرنه وكړي۔ده د زيارت په ورځ بلوچستان ر??ذی??نشل کالج لورالائی څخه په تعلیمی دوره راغلو د زدكوونكو پلاوي سره د ملاقات په مهال خبرې كولي۔صدر ډاكټر عارف علوي ووئيل قدرتی وسائلو څخه بشپړه ګټه پورته كولو لپاره په انسانی وسائلو به سرمايه كاري كول وي، ?? بلوچستان انسانی وسائلو پرمختګ ته پام لرنې كولو سره تند رفتاره پرمختګ ممكن كيدے شي۔ده ووئيل د انفارمېشن ټیکنالوجي او مصنوعي ذهانت په ټولو څانګو اطلاق زياتيږي، انفارمېشن ټیکنالوجي څانګې ته وده وركولو سره پاکستان په لږ وخت كښې معاشي پرمختګ كولې شي۔ده ووئيل ?? بلوچستان زدكوونكې دې په زړه پورې ډول زدكړې ترلاسه كړي،د زدكوونكې دې د نصاب نه علاوه د كت??بونو لوستلو او علم ترلاسه كولو ته پام لرنه وكړي، ده ووئېل پخوا علم ترلاسه كول مشكل ؤ ، جدید ټیکنالوجي څخه تر علم ته رسنه آسانه شوې۔ صدر ډاكټر عارف علوي ووئيل بلوچستان په زړه پوري قدرتی وسائل لري،پرمختګ لپاره ??قد??مات کوو۔پلاوي صدر مملکت ?? بلوچستان په تعلیمی څانګه كښې د کالج خذمات په اړه خبرولو كښې ووئيل د کالج فارغ شوي ګڼ شمير زدكوونكې ، انجینئرنګ ، سول سروس ، دفاع ، قانون او د کاروبار پشمول بيلو څانګو كښې ښه خذمات ترسره كوي۔دغسې په دې مهال صدر بلوچستان كښې د تعلیم په وده كښې د کالج کردار وستائېلو