اسلام آباد۔5دسمبر(اے پی پی) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د پاكستان په شمول د نړۍ په بېلو برخو كښې زده كړو د ودې وركولو ٬ روغتيا ٬ ماحولياتي او سماجي تحفظ په څانګه كښې د خذماتو په ترسره كولو د داؤدي بوهره ورورولۍ داعي او مشر ډاكټر سيدنا م??ضل سيف الدين ته نشان پاكستان اعزاز وركړو۔ د نهې په ورځ په ايوان صدر كښې په دې اړه يوه دستوره وكړې شوه۔ په دستوره كښې نګران خارجه وزير جلیل عباس جیلانی ?? د ??ذهبي چارو نګران وفاقی وزیر ډاكټر انیق احمد ، د سندھ ګورنر کامران احمد ټیسوری او د اسلامی نظریاتی کونسل چیئرمېن ډاكټر قبله ایاز ګډون كولو۔ صدر مملكت د داؤدي بوهره برادري مشر ډاكټر سيدنا م??ضل سېف الدين ته نشان پاكستان اعزاز وركړو۔ په دستوره كښې ګډون كوؤنكو ته ووئيلې شوو چې ډاكټر سیدنا م??ضل سیف الدین داؤدی د بوهرہ کمیونټی 53 م داعی او مشر دے۔ د دې پېروكار په ټولو براعظمونو كښې موندلې شي۔ دوئي ګڼ شم??ر كښې پاكستان كښ هم موجود دي۔ ډاکټر سیدنا م??ضل سیف الدین پاكستان لپاره خصوصي احترام سره سره د امن ٬ همغږۍ او خېر سګالۍ حامي دے۔ ده د نړۍ په بېلو برخو كښې زده كړو ته وده وركولو لپاره په زړه پورې هڅې كړي دي۔ ده په جامعه كراچۍ كښې د سكول آف لاﺀ په ودانۍ كښې خپله برخه واچوله۔ دې د روغتيا څانګې له هم كار كوي او د يو شمېر ادارو دل??رېه اولس ته د درملنو آسانۍ وركوي۔ د پاكستان په بېلو برخو كښې دده پېروكارو يو لك څخه زياتې ونې ولګولې۔ ده په خپلو پېروكارو زور راوړې چې هغوي خپل ژوند قرآن مجيد د تعليماتو له مخې ت??ر كړي۔ ډاکټر سیدنا م??ضل سیف الدین په داؤدی بوهرہ کمیونټی كښې د خوراك د عدم تحفظ مسئله حل كړې د?? چې له مخې يۍ په هر كلي ٬ سيمه يا ښار كشی چرته هم چې هغوي پاتې كېږي د فېض الموائد تر اهتمام لاندې يو مشتركه باورچي خانه جوړه كری شوې د??۔ د پاكستان په بېلو ښارونو كښې اېف اېم بی كميونټي كچن څخه روزانه 7000 څخه زياتې كورنۍ استفاده كوي۔ صدر مملكت د روحاني لارښودنې او سماجي خذماتو په اعتراف كښې د?? ته نشان پاكستان اعزاز وركړو۔