اسلام آباد 07 نومبر (اے پی پی) د لیفټیننټ کرنل محمد حسن حیدر د جنازې مونځ د نهې په ورځ چکلاله ګیریژن كښې ادا کړ?? شوے،هغه د بشپړ پوځي اعزاز سره خاورو ته وسپارل?? شو،د هغه د جنازې په مونځ كښې نګران وزیراعظم انوار الحق کاکر، د دفاع وزیر ، چیئرمین جوائنټ چیفس آف سټاف کمېټي ،سرلښكر او ګڼ شمير سول او پوځي افسرانو، ځوانانو ، وګړو او د شهید كورنۍ ګډون وكړو۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري بيان له مخې د هغه عمر 42 كاله ؤ او هغه په ډی ایچ اے ټو اسلام آباد كښې استوګن ؤ ، هغه د خېبرپښتونخوا تیراه سيمه كښې شهید شوے ؤ۔ د لکی مروت څخه تعلق لرونكے 31 كلن نائیك خوشدل خان، چارس??ه څخه ?? تعلق لرونكې 27 كلن نائیك رفیق خان او مری څخه ?? تعلق لرونكې 33 كلن لانس نائیك عبدالقادر د جنازې مونځ ??م پخپلو اديرو كښې ادا كړ?? شوے ۔ پاکستان وسله وال پوځ د هېواد څخه د ترهه ګرۍ ختمولو له لوظي دے