ملګري ملتونه 04 اکتوبر (اے پي پي) پاکستان پ?? ټوله نړۍ كښې د ترهه ګرۍ ختمولو لپاره د فلسطین او کشمیر په شان د زړو شخړو هوارولو او هلته وګړو ته د خپلواكۍ خق وركولو په حاجت زور راوړے دے۔ملګرو ملتونو كښې د پاکستان مستقل مندوب منیر اکرم د جنرل اسمبلۍ قانوني (6مې) کمېټۍ ته “د نړيوالي ترهه ګرۍ ختمولو په اقدامات” بحث په مهال و??ئي?? بايد د ترهه ګرۍ په جامع ډول ختمولو لپاره مونږ له نه يواځې د دې علامات بلکه د دې بنیادی وجوهات هم حل كول غواړي۔ده په خپله تبصره كښې د ترهه ګرۍ د رامخې ته شوو رجحاناتو په اړه خبره وكړه او د دې لعنت مخنيوي له ئې د يو جامع کنونشن جوړولو په حاجت زور راوړو۔ده و??ئي?? جامع کنونشن كښې بايد د ترهه ګري كوم تعریف ترنظره وساتلے شي او د نوو رامخې ته شوو خطرو پشمول د سپين پوست بر لاسے٬ پرت??دد کارروائۍ، پرت??دد قام پرستي، زینو فوبك، اسلامو فوبك، د نړۍ بيلو برخو كښې د اسلام مخالف نظریات او هندوتوا ډلي ترنظره وساتلې شي۔د پاکستان مندوب و??ئي?? نو?? کنونشن بايد د تره هګرۍ کارروائیو او خپلواكۍ حق او قامی آزادۍ لپاره د غیر ملکي او استعماری قبضې ترمخه د وګړو جائزو هلو ځلو ترمينځه په و??ضح توګه فرق وكړي۔