اسلام آباد۔27 اګست(اے پی پی) نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ د برېښنا د وېش كمپينيو ته د برېښنا د غلا مخنيوي تګلارې ٬ د برېښنا په څانګې اصلاحات او د لنډې ٬ متوسطې او اوږدې مودې پلان زر تر زره وړاندې كولو هدايت كړے دے٬ و??یر??عظم په راروانو 48 ساعتونو كښې د برېښنا په زياتو ??لو??و كښې كمي لپاره د كوټلي اقداماتو وړاندې كولو هدايت هم كړې۔ هغه دا هدايات د اتوار په ورځ د برېښنا په ??لو??و كښې د رامخې ته شوې اضافې حوالې سره خپله مشرۍ كښې د بېړنۍ غونډې د اولني دور مشرۍ كولو په مهال وكړه۔ په غونډه كښې وزيراعظم ته د جولائي مياشتې په ??لو??و كښې د اضافې په اړه بشپړه بريفنګ وركړے شو۔ و??یر??عظم ووئيل په تندۍ سره به داسې كوم ګام نه پورته كوؤ چې ورسره هېواد ته زيان ورسي٬ داسې ګامونه به پورته كوؤ چې ورسره په قامي خزانې فشار هم رانشي او اولس ته آسانۍ هم ترلاسه شي۔ و??یر??عظم ووئيل دا ممكن نه ده چې عام وګړې دې ستونزو سره مخ وي او افسر شاهي او وزيراعظم دې د هغوي په ټېكس وېړيا برېښنا كاروي۔ ده ووئيل اړوند وزارتونه او ادارې دې د وېړيا برېښنا ترلاسه كوؤنكو افسرانو او ادارو تفصيلات وړاندې كړي۔ ده ووئيل زه د عامو وګړو نمائندګي كوم ٬ په وزيراعظم هاؤس او پاك سېکرېټرېټ كښې دې برېښنا لږ تر لږه مصرف كړې شي او كه زما د كمرے اے سي ب??دول وي نو هغه بې شكه بند كړۍ۔ و??یر??عظم ووئيل د برېښنا د بچت اقداماتو نفاذ او د جولائي ??لو??و كښې د اضافې مسئلې په اړه به صوبائي وزيرانو سره تفصيلي مشاورت سبا كولې شي۔ وزيراعظم انوار الحق كاكړ د برېښنا د وېش كمپينيو ته د برېښنا د غلا مخنيوي تګلارې ٬ د برېښنا په څانګه كښې اصلاحات او د لنډې ٬ متوسطې او اوږدې مودې پلان زر تر زره وړاندې كولو هدايت وكړو۔ په غونډه كښې د عبوري كابينې وفاقي وزيرانو شمشاد اختر، ګوھر اعجاز، مرتضی سولنګی، د وزيراعظم صلاحكار ډاكټر وقار مسعود، د پاور سېکرټری ، د واپډا چئیرمېن ، د نېپرا چیئرمېن او نورو اړوندو چارواكو ګډون وكړو۔ غونډې ته د برېښنا څانګې مسئلو ٬ د زيات ??لو??و ٬ دبرېښنا غلا او ددې مخنيوي له د پورته كړې شويو ګامونو په اړه بشپړ بريفنګ وركړے شو۔ وزیرِ اعظم غونډه تر سبا (ګل) ورځې ځنډولو سره د كوټلې اقداماتو او پلان تيارولو سره د وړاندې كولو هدايت وكړو۔