اسلام آباد 10 دسمبر (اے پي پي) نګ??ان وزیر اعظم انوار الحق کاکړ خضدار كښې د چاؤدنې سخته غندنه كولو سره وئيلي چې دا ډول ناوړه کارروائیو سره زمونږ د سیکیورټی فورسز حوصلے نه شي كميدلې۔د اتوار په ورځ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزیر اعظم چاؤدنه كښې د سی ټي ډي اېس ایچ او محمد مراد په شهادت دړديدلې يو۔ده ووئيل ترهه ګر زمونږ امنيتي ځواكونه ??ه نښه كولو سره په بلوچستان كښې امن ته زيان رسول غواړي،د ترهه ګرو ناوړه كاروائي زمونږ د ځوانانو حوصلې نه شي كمولې۔ده ووئيل د بلوچستان پشمول ټول هېواد څخه به ترهه ګر?? ختمولې شي،ټول قام د هېواد په خاطر خپلو ځانونو قرباني وركونكو ته سلام كوي، د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د شهيدان?? وينه به بے ځايه نه ځي، وزیر اعظم د شهيد اهلكار د كورنۍ سره غمرازي ښكاره كولو سره د هغه د لوړو درجو لپاره دعا اوكړه۔