تاشقند 09 نومبر (اے پي پي) نګراں وزیر اعظم انوار الحق کاکړ، څو?? چې د ازبکستان په تاشقند ښار كښې د اقتصادی مرستي تنظیم ( ای سی او) مشرانو غونډه ك??ې د پاكستاني پلاوي مشري كوي،د زيارت په ورځ د مشرانو غوندې ته وينا وكړه۔په خپله وينا كښې وزیراعظم د سيمه ايز پرمختګ لپاره د ای سی او وژن له د پاکستان د پرله پسې حمایت او عزم څرګندونه ك??ې۔ ده په غړو هېوادونو تجارت، سرمایه کارۍ، رابطو ته ودي وركولو ، ټرانسپورټ او مواصلاتی ??نفراسټرکچر پرمختګ او كوټلي اقتصادی پرمختګ لپاره سيمه ايزي مرستي په اهميت زور راوړې۔ وزیراعظم ووئيل ای سی او په راهدارو اډانه تګلاره سيمه ايزو رابطو زياتولو له مهمه ده۔ ټرانزټ ټرانسپورټ فریم ورك ایګریمنټ (ټی ټی ایف اے) او اسلام آباد۔تهران۔استن??ول ریل او روډ کوریډور په شان منصوبو سره به ټوله سيمه ك??ې اقتصادی صلاحیتونه زيات شي۔ وزیراعظم د اسرائیل قابض عسكرو د اړخه په غزہ پرله پسې او په مهلك د بريدونو غندنه وكړه۔ده د فلسطین مسئله د ملګرو ملتونو سلامتی کونسل او او آئی سی اړوندو قراردادونو له مخې په حل کولو زور راوړو۔ وزیر اعظم زيات شوې عدم رواداری، زینو فوبیا او اسلامو فوبیا په اړه د نړيوالي ورورولۍ پام راګرځولو سره وئيلي چې شريك احترام، مذهبونو ترمينځه همغږي او امن له ودې وركولو سره سیاسی او قانونی مزاحمت پیدا کولو ته اړتيا ده۔