اسلام آباد 06 نومبر (اے پي پي) نكران وزيراعظم انوار الحق کاکړ سره د کاناډا هائي کمشنر لېسلي سکينلون د ګل په ورځ په وزيراعظم هاٶس كښې ليدلي دي ۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري خ??ر پاڼې له مخې وزيراعظم او هائي کمشنر د دواړو هېوادونو د دوه اړخيزه اړيكو ??ه بېلا بېلو اړخونو د خيالاتو څرګندونه وكړه٬ چې پكښې د كانادا پرمختيائي پروګرام، د كال 2022 سېلاب نه وروستو بشري مرسته٬ اقتصادي او تجارتي اړيكو سره سره په پاکستان كښې د كاناډ?? سرمايه كاري په خاص توګه ريکوډك پراجيکټ شامل دي۔ وزيراعظم د پاکستان او کاناډا ترمېنځه د قوي اړيكو ??ه اهميت زور رواړلو سره د حكومت لخوا په ترجيحي څانګو كښې پورته كړي ګامونه په خاص توګه د معيشت استحکام، خاص سرما??ه کاري سهولت کونسل (اېس آئي اېف سي) د لارې غېر ملکي سرما??ه کارو ته سهولت او غېر قانوني غېر ملكيان هېواد ته په ستنولو رڼا واچوله۔ دغسې د كاناډا هائي کمشنر د پاكستان حکومت لخوا د كاناډا د افغان ري لوكېشن پروګرام لپاره د شوي ملاتړ ستائنه وكړه