اسلام آباد 16 اکتوبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي و??ير مرتضيٰ سولنګي و??يلي دي رجسټرډ ټولو سياسي ګوندونو ته په انتخابات كښې يو ډول موقع وركول او الېكشن كمېشن ته د انتخابي عمل په تابيا كښې مرسته وركول زمونږ مشتركه ذمه واري ده٬ د خپل مېنډېټ له مخې به ټولو صوبو سر?? په بهتره وركنګ ماحول كښې هر ممكن سهولتونه وركوٶ، د اطلاعات او خپرونو وفاقي و??ارت به د صوبې د اطلاعات څانګه په جديد خطوط استوار كولو له هر ډول ممكنه مرسته كوي۔ ده دا خبرې د ګل په ورځ د خېبر پښتونخوا لنډ مهاله صوبائي و??ير بېرسټر فېروز جمال شاہ کاکاخېل سر?? ملاقات كښې كړې۔ د ملاقات په مهال راتلونكو ټولټاكنو٬ او د وفاقي او صوبائي څانګو ترمېنځه د ميډيا په څانګو كښې مرسته٬ د خبريالانو خېرښګړې پشمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه كړې ۔ په دې موقع د خېبر پښتونخوا د انفارمېشن افسرانو ته په انفارمېشن سر??سز اكېډمي كښې د تربيې وركولو پحقله هم خبرې وشوې۔ وفاقي و??ير ووئيل ملازمانو او افسرانو ته د جديدې ميډيا كارولو او د چېلنجز مخنيوي صلاحيتونو پحقله تربيه وركول د وخت مهم ضرورت دے۔ ده ووئيل د اطلاعات وزارت دائره كار په جديد دور كښې زيات شوے ٬ د مقابلې په دې دور كښې به مونږ له په جديد انفارمېشن نظام بشپړه پوهه ترلاسه كول وي۔ وفاقي و??ير ووئيل په صوبه كښې د خبريالانو خېرښګړې لپاره جرنلسټ ويلفيئر انډوومنټ فنډ رولز د اهميت وړ دي، خبريالان په سختو حالاتو كښې وظيفه تر??ره كوي، د دوي خېرښګړې لپاره اقدامات ضروري دي۔ په دې موقع صوبائي و??ير فېروز جمال شاہ کاکاخېل ووئيل د صوبې ځوانانو ته د سوشل ميډيا كارولو پحقله تربيه وركړې كېږي۔ ده ووئيل لنډ مهاله حكومت په صوبه كښې انتخاباتو لپاره سازګار ماحول باوري كوي، په ??ه او سوله ايز ماحول كښې به ټاكنې ممكن كوٶ۔ ده ووئيل د صوبې لنډ مهاله حكومت به د خبريالانو خېرښګړې لپاره ټول وسائل كاروي۔ په دې موقع وفاقي و??ير د صوبې د اطلاعات څانګې ته د هر ډول ممكنه مرستې باور وركړو۔